د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې پر خلکو د روانې وچکالۍ او د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د وچکالۍ له امله ډیرو کورنیو خپلې مینې پريښي او بهرنیو هیوادونو په کډون یې نورو سیمو ته په ډله ییز ډول کوچېدلي دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د یکشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ دویم( سلواغې ۱۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه پروګرام د افغانستان د دفتر د مشرې شاو وې لي یو لنډ ویډیوي پیغام خپور کړی چې په کې هغې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ د اغیزو له امله په ډله ییز ډول د کلیوالو له خوا د خپلو کلیو پریښودلو مسلې یادونه کړې ده.
میرمن شاو وې لي، د وچکالۍ څخه ځپل شوي یو کلي څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې یې ډیر کلي لیدلي چې اوسیدونکي یې د وچکالۍ د اغیزو له امله خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي.
میرمن لي ویلي: " هغوی د یو بل ژوند د جوړولو په لټه بل هیواد ته تللي دي او هغوی چې لا هم پاتې دي او د تللو لپاره هیڅ ځای نلري ترټولو اړمن کسان دي".
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې ویلي چې وچکالۍ ځپلو سیمو ته د اوبو په برابرولو سره کیدای شي په دغو کلیو کې د ژوند په بڼه کې بدلون راشي.
د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې ویلي چې کومو کلیو ته چې د ملګرو ملتونو په مرسته د ځمکو د اوبخور لپاره اوبه برابرې شوي هلته ژوند بیا پیل شوی او پر وچو او شاړو ځمکو باندې بیرته شنه فصلونه راڅرګند شوي دي.
هغې ویلي چې دا کورنۍ بیا خپلو ماشومانو ته خواړه برابرولی شی او ماشومان یې ښوونځیو ته تللي او وده کولای شي.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو او مخنیوی لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان اکثره برخې د تیرو دریو پرله پسې کلنو لپاره د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي او ددغه هیواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي چې له امله یې ددغه هیواد د ۵۰ فیصدو څخه زیاتو وګړو پر ژوند اغیزه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې د اوبو په زیرمنو باندې د روانې وچکالۍ د اغیزو له امله اوبو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې او اوس مهال په دغه هیواد کې تر ۳۹ فیصدو پورې کورنۍ د څښلو د اوبو د کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې لږ ترلږه تر ۲۳ فیصدو پورې کورنۍ پر نه تصفیه شویو اوبو باندې متکي دي.
د دې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولوهڅې کوي.
سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت کې په افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه یو راپور کې نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل او ګرمۍ څپې، یخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدل دغه هیواد کې اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.
دغه بنسټ ویلي چې افغانستان د ګرمۍ کچه د نړۍ د ګرمۍ د کچې له اوسط څخه پورته ده او د ۱۹۵۰ کال راهیسې هرکال په دغه هیواد کې د ګرمۍ کچه د ساتني ګراډ په کچه ۱.۸ درجې زیاتوالی راغلی دی.
په راپور کې راغلي چې په تیرو څلورو لسیزو کې په اکثرو شمالي، لویدیځو، جنوب ختیځو او جنوبي ولایتونو کې کم اورښت وریدل ثبت شوي او وچکالۍ اغیزې زیاتې شوي دي.
ددې راپور پر اساس په افغانستان کې یخچالونه د خوږو او طبیعي اوبو په ذخیره کولو او د موسمي سیندونو د تنظیم په جریان کې اساسي ونډه لري او تر ۸۰ فیصدو پورې ددغه هیواد د اوبو منابع د هندوکش له غرونو منشا اخلي.
په دې راپور کې دغو عواملو ته په اشارې ویل شوي چې افغانان به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ د اقلیم د بدلون او یا هم د هغې د ترکیب د عمده ګواښونو سره مخ شي.`
فورم \ دبحث خونه