د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: تیره میاشت مو له څه باندې ۷ میلیونه افغانانو سره مرستې کړي


د خوړو د نړیوال پروګرام ویلی چې د فبرورۍ په میاشت کې یې شاوخوا ۳۱ زره ټنه خوراکي توکي او ۱۷.۱ میلیون ډالر په افغانستان کې مرستو ته په اړو کسانو باندې ویشلي دي
د خوړو د نړیوال پروګرام ویلی چې د فبرورۍ په میاشت کې یې شاوخوا ۳۱ زره ټنه خوراکي توکي او ۱۷.۱ میلیون ډالر په افغانستان کې مرستو ته په اړو کسانو باندې ویشلي دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په تیره میاشت کې یې بشري مرستو ته اړو ۷.۱ میلیونو افغانانو ته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې مرستې برابرې کړي دي.

دغه پروګرام د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ ( وري ۲) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د واورو، بارانونو اود سختو اقلیمي شرایطو له امله د خوړو نړیوال پروګرام له وړاندې په لیرو پرتو سیمو کې خوراکي توکي ځای پر ځای کړي و چې دغو سیمو ته یې د مرستو په رسولو کې ور سره مرسته وکړه.

د خوړو د نړیوال پروګرام ددغې اعلامیې پر اساس د فبرورۍ په تیره میاشت کې د افغانستان په ډیرو برخو کې واورې او بارانونه شوي په یو شمیر سیمو کې یې اوسیدونکو او څارویو ژوند ته ګواښونه راولاړ کړي وو، چې ددې سربیره ډیرې لویې لارې او سړکونه هم تړل شوي وو چې له امله یې ددغه پروګرام د کاروانونو په ګډون پر لارو تګ راتک هم د ستونزو سره مخ کړی وو.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویلی چې د فبرورۍ په میاشت کې یې شاوخوا ۳۱ زره ټنه خوراکي توکي او ۱۷.۱ میلیون ډالر په افغانستان کې مرستو ته په اړو کسانو باندې ویشلي دي.

ددې پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، تیره میاشت ۶.۵ میلیونو مرستو ته اړو کسانو ته خواړه او نغدې پیسې ورکړل شوي، چې ددې سربیره د شپږو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو پورې ۲۸۳ زرو څخه زیاتو ماشومانو او نږدې ۲۹ زره نجونو او میندواره میندو ته د خوارځواکۍ د درملنې لپاره پروټین لرونکي خواړه برابر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د فبرورۍ په تیره میاشت کې يې ۴۷۴ زرو هلکانو او نجونو ته په ۱۷۷۰ کلیوالي او لومړنیو ښوونځیو کې قوي خواړه برابر کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د مرستو د خپل پروګرام پرمخ وړلو لپاره په روان ۲۰۲۴ کال کې ۶۵۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته به اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا اداره به ددغه شمیر څخه ۱۷.۳ میلیونو کسانو ته د خپلو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG