د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتور افغانستان سره د امریکایي مرستو د بندیدو غوښتنه وکړه


د متحده ایالاتو د کانګرس جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو
د متحده ایالاتو د کانګرس جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو

د متحده ایالاتو د کانګرس جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو، کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړې چې په کې یې افغانستان ته د امریکا د مرستو د بندیدوغوښتنه کړې ده.

روبیو په دې لایحه کې چې د "نړیوالو ترهګرو د تمویل د بندیدو قانون" په نوم یادیږي ویلي چې: "تر هغه چې ډاډ ترلاسه نشي چې د امریکا او د مالیه ورکونکو مرستې د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته نه رسیږي، او نغدي محملې د متحده ایالاتو د بندیزونو څخه سرغړونه نده، د ملګرو ملتونو سره د امریکا مالي مرستې باید بندې شي."

خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي، د سناتور مارکو روبیو د وړاندیز شوي لایحې په اړه چې د ملګرو ملتونو سره یې د متحده ایالاتو د مرستې د بندولو وړاندیز کړی، د امریکاغږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "زه نه غواړم د هغه لایحې په اړه دمخه وګړیږم چې لا تر اوسه په لومړنیو پړاوونو کې ده."

کربي زیاته کړه:" تاسو پوهیږئ، موږ طالبان په افغانستان کې د حکومت په توګه په رسمیت نه دي پیژندلي. که دوی غواړي چې په رسمیت وپیژندل شي، که دوی مشروعیت غواړي، دوی باید خپلې ژمنې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې پوره کړي، او موږ له دوی سره دپلوماټیک، اقتصادي او یا په بل ډول مستقیم ملاتړ نه کوو."

روبیو ویلي دي چې هغه "غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د متحده ایالاتو لخوا ملګرو ملتونو ته د چمتو شوي بودیجې وروستي موخې تعقیب ته لیواله او ژمن پاته شي."

امریکایي سناتور مارکو روبیو: "د امریکایانو د مالیاتو ډالر نه باید د طالبانو په څیر ترهګرو ډلو ته ګټه ورسوي. متاسفانه موږ یې وینو چې نن سبا واقعاً دغه کار کیږي. تر هغو پوري چې موږ ډاډمن نه یو، موږ باید د ملګرو ملتونو سره خپلې مرستې ودرو."

دا پداسې حال کې ده چې د قطر په پلازمینه دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر د دوشنبې په ورځ، مارچ ۱۱مه وویل، چې د ملګرو ملتونواو مرسته کوونکو ادارو په ملتیا په افغانستان کې د بشري مرستو د اغیزمنتیا لپاره د مرستې رسونې د بهیر ارزونه کوي.

مېرمن دیکر په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې او له بشري مرستو د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

همدارنګه د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" هم یو میاشت مخکې په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري مرستو په بهیر کې يې د ۱۳۷ نوو لاس وهنو راپورونه ثبت کړي دي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د دغو کړنو له امله مرستو ته اړو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر اغیزمن شوی دی.

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د جنوري ۱۱مه، یوې استماعیه غونډې ته ویلي وو، چې طالبانو د مرسته کېدونکو سازمانو څخه د پېسو د ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې او خپل خلک د ملګرو ملتونو په ادارو کې ګماري.

مایکل مک کال ویلي وو: "طالبان تر بل هر وخت اوس د امریکا د مالیه ورکونکو له مرستو څخه ډېره ګټه اخلي. هغوی له غیردولتي سازمانونو څخه غلاوې کوي چې خپل جنګیالي شتمن او خپل قدرت غښتلی کړی."

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت تر دې مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې دغه نغدي مرستې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له خوا کارول کیږي او دوی په دې کې هیڅ ونډه نه لري.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د نړیوالو بشري مرستو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې او د دولتي موخو لپاره د هغو د کارولو تورونه، "اوازې او پروپاګند" بللي او هغه یې رد کړي دي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG