د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان، هند که نیوزلنډ؛ کومه لوبډله به نیمه پایلوبې ته ووځي؟ 


افغانستان د یکشنبې په ورځ له نیوزلنډ سره لوبه لري
افغانستان د یکشنبې په ورځ له نیوزلنډ سره لوبه لري

په متحدو عربو اماراتو کې د جمعې په ورځ نومبر پنځمه (لړم۱۴) په روان نړیوال جام کې دوې سیالۍ وشوې چې نیوزلنډ له نمیبیا او هند له سکاتلنډ څخه وګټلې.

دا څلور واړه لوبډلې د افغانستان سره په ګروپ کې دي. د دوی په بریو سره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د افغانستان ورتګ هم ستونزمن شو.

په لومړۍ لوبه کې نیوزلنډ نمیبیا ته د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ خو نمیبیا یې په ځواب کې یوازې ۱۱۱ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی د نیوزلنډ جیمز نېشام شو. ده ۳۵منډې هم وکړې او د نمیبیا یو لوبغاړی یې هم وسوځوه.

په دویمه لوبه کې هند په ډېرې اسانۍ سره له سکاتلنډ څخه لوبه وګټله. سکاتلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۸۵ منډو هدف ورکړ چې هند د دوو لوبغاړو په سوځېد وسره په اووم اورو کې پوره کړ. دا په روان نړیوال جام کې هند دویم بری و.

کومه لوبډله به پایلوبې ته وځي؟

د نړیوال جام په روانو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې په دوو برخو وېشل شوي چې افغانستان په دویم ګروپ کې دی. د افغانستان له ګروپ څخه پاکستان خپلې څلور لوبې ګټلې او مستقیمآ د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وتلی دی.

نیوزلنډ د نمیبیا څخه د لوبې په ګټلو دوې نومرې هم ترلاسه کړې او د منډو اوسط یې هم لوړ شو. نیوزلنډ اوس د جدول په دویم سر کې دی.

هند د سکاتلنډ په ماتولو سره هم دوه نومرې ترلاسه کړې او د منډو اوسط یې هم تر افغانستان او نیوزلنډ څخه لوړ شو.

اوس به د یکشنبې په ورځ د افغانستان او نیوزلنډ ترمنځ لوبه به تر ډېره نیمه پایلوبې ته ورتلونکې لوبډله څرګنديږي. که نیوزلنډ وګټله، هند او افغانستان به له نړیوال جام څخه وځي او نیوزلنډ به نیمه پایلوبې ته لار کوي.

د هند وروستۍ لوبه د دوشنبې په ورځ له نمیبیا سره ده چې شاید په اسانه یې ترې وګټي. که هند له نمیبیا او افغانستان د یکشنبې په ورځ له نیوزلنډ څخه وګټلې، بیا به د هند، افغانستان او نیوزلنډ نومرې شپږ-شپږ کیږي او په دې حساب به د هرې لوبډلې د منډو اوسط چې لوړ و، نیمه پایلوبې ته به ولاړه شي.

لومړۍ نیمه پایلوبه د نومبر په لسمه، دویمه یې په ۱۱ او پایلوبه یا فاینل د همدغې میاشتې په ۱۴ نېټه ده چې دا یکشنبه نه، بله یکشنبه کیږي.

XS
SM
MD
LG