د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چهارشنبې اپریل نهمه په سپینې ماڼۍ کې د ناټو د سرمنشي مارک روته سره تر کتو وروسته، یو ځل بیا د ایران شخړې د غبرګون په موضوع کې پر ناټو انتقادونه وکړل.
ښاغلي ټرمپ په ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې لیکلي چې ناټو د هرمز تنګي په بیرته پرانیستلو کې د متحده ایالاتو ملاتړ ونکړ او اشاره یې هغو اروپایي هیوادونو ته وه چې د تهران پر ضد د امریکا او اسرائیل په نظامي عملیاتو کې له برخې اخیستو یې انکار کړی و او یو شمیر نورو یې امریکایي الوتکو ته اجازه نه وه ورکړې چې د دوي له هوایي فضا څخه تیرې شي.
ټرمپ لیکلي "هغوي ( ناټو) هلته نه وو چې کله امریکا ورته ضرورت درلود او هغوي به بیا هم هلته نه وي چې مونږ ورته ضرورت ولرو".
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر همدارنګه کله چې تیر کال یې د ګرینلینډ تر لاسه کولو هڅه کوله، د ډنمارک د دریځ ملاتړ کولو له کبله یې هم په ناټو انتقاد وکړ او د اروپایي هیوادونو دریځ ته په اشارې سره یې لیکلي، " ګرینلینډ مو په یاد دی، هغه د یخ ستره ټوټه چې په ضعیفه توګه اداره کیږي".
د چهارشنبې ورځې تر ملاقات وړاندې، سپینې ماڼۍ ویلي و چې د ایران په شخړې کې ناټو "وازمایل شوه او ناکامه شوه".
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کاریلونا لیوت په خبري کنفرانس کې وویل، " دا ډیره خواشینونکې ده چې په تیرو شپږو میاشتو کې چې د امریکا خلکو ورته ضرورت درلود، ناټو ورته شا واړوله، هغه هم داسې وخت کې چې همدا د امریکا ولس د هغوي د دفاع لپاره پیسې ورکوي".
میرمن لیویت زیاته کړه چې د ناټو سر منشي سره تر ملاقات وروسته جمهور رئیس ټرمپ په "ښکاره توګه" د ناټو اکثریت متحدینو څخه ناخوښ دی.
په عین حال کې د ناټو سرمنشي د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې ویلي
“زه د هغه خبره درک کولی شم، خو په عین وخت کې ما دا هم څرګنده کړه چې د اروپایي هېوادونو لوی اکثریت د اډو برابرولو، لوژستیکي ملاتړ، هوايي تګ راتګ د اجازې او د خپلو ژمنو د پوره کولو په برخه کې مرسته کړې ده”
سره لدې چې د ټرمپ او روته د غونډې جزیات ندي په ډاګه شوي خو د ناټو یو ویاند ویلي چې دواړو مشرانو د ایران شخړې په درشل کې په ګډو امنیتي موضوعاتو "ډانګ پیلې" خبرې کړي.
د ناټو سازمان چې ۳۲ غړي لري په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد سره د مقابلې کولو لپاره جوړ شو.
فورم \ دبحث خونه