د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ:د سولې هڅو کې د افغانستان د حکومت او ولس سره په ټینګه دریږو


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره په ټیلیفون کې خبرې کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره په ټیلیفون کې خبرې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ټینګار کوي چې متحده ایالات به د افغانستان نه د ځواکونو تر ایستلو وروسته هم د افغانستان د حکومت او ولس سره ولاړ وي.

د سپنې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي چې ښاغلي سلیوان دا څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره په ټیلیفوني خبرو کې کړیدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دواړو چارواکو د دوه اړخیزې همکارۍ په لا غښتلتیا ټینګار وکړ او د نږدې سلا مشورو ژمنه یې وکړله.

سپینه ماڼۍ وایي چې ښاغلي سلیوان پدې خبرو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه د افغانستان سره د ملکي مرستو په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د پلانونو په هکله ښاغلي محب ته معلومات ورکړل.

د دواړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي موافقې د ملاتړ په خاطر د افغانستان او امریکا د حکومتونو د ګډ کار کولو په اهمیت موافقه وکړله.

ښاغلي سلیوان وویل چې د امریکا متحده ایالات به د "تل پاتې او ټول شموله" سولې په تر لاسه کولو کې د افغانانو سره په ټینګه ولاړ وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د امریکایي لوري سره دا خبرې تائید کړي.

د ملي امنیت د شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لوریو د تروریزم د مخنیوي او امنیت په برخه کې د همکاریو پر دوام بحث وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې "د امریکا د ملي امنیت سلاکار ښاغلي سلیوان له افغانستان سره د پراختیايي مرستو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د سولې په پروسه کې د خپل هېواد پر همکاريو ټینګار وکړ."

امریکا او افغانستان پداسې حال کې د سولې په برخې کې د همکارۍ خبرې کوي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو تر منځ د سولې په مخامخ خبرو کې څه د پام وړ پرمختګ ندی راغلی.

طالبانو چې پخوا یې د ترکیې د استانبول په غونډې کې د ګډون نه انکار کړی و، تازه یې ویلي چې د یو لړ شرطونو پر اساس به پدې غونډې کې ګډون وکړي.

د طالبانو یوه جګپوړي مقام پرون سې شنبه د (غبرګولې څلورمه) په یوې ځانګړې مرکې کې امریکا غږ ته وویل چې د دغه ډلې استازې په هغه صورت کې د استانبول په غونډې کې ګډون کوي چې غونډه لنډه وي، په اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور پکې په ټيټه کچه وي.

XS
SM
MD
LG