د لاس رسي وړ اتصالات

د استانبول په ناسته کې د ګډون لپاره طالبانو درې شرطونه ایښي


عکس: ارشیف - د طالبانو مرکچي پلاوی
عکس: ارشیف - د طالبانو مرکچي پلاوی

طالبانو په استانبول ناسته کې د ګډون لپاره درې شرطونه ایښي دي.

د طالبانو یوه جګپوړي مقام پرون سې شنبه د (غبرګولې څلورمه) په یوې ځانګړې مرکې کې امریکا غږ ته وویل چې د دغه ډلې استازې په هغه صورت کې د استانبول په ناسته کې ګډون کوي چې دغه ناسته لنډه وي، د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور پکې په ټيټه کچه وي.

دغه طالب مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل زیاته کړه: "زموږ رهبرۍ وړاندیز کړی چې د استانبول ناسته باید له درې ورځو څخه زیاته نوي."

د طالبانو یو بل مهم چارواکي هم له امریکا غږ سره خبرو کې په استانبول ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو دغه درې شرطونه تائید کړل.

ټاکل شوې وه د امریکا په وړاندیز د افغانستان د سولې په اړه دغه ناسته د ترکیې او قطر په کوربتوب د اپرېل پر ۱۶مه د لسو ورځو لپاره پیل شوې وای.

خو طالبانو تیره مېلادي میاشت وویل چې د دغه ناستې جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي او په همدې خاطر پکې ګډون نکوي.

تر هغه وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د افغانستان د سولې په اړه د استانبول ناسته به د اپرېل میاشتې له ۲۴ مې بیا د مې تر څلورمې تر سره شي.

خو طالبانو یو ځل بیا په دغه ناسته کې خپل ګډون رد کړ او ویې ویل تر څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه حضور ولري، دغه ډله به د افغانستان د راتلوونکي په اړه په هیڅ تصمیم نیوونکې غونډه کې ګډون ونکړي.

د طالبانو دغه مهم چارواکي له امریکا غږ سره خبرو کې همدارنګه وویل چې طالب مشرانو نه غوښتل چې په استانبول ناسته کې ګډون وکړي، خو زیاته یې کړه چې د «پاکستان او قطر تر غوښتنې وروسته» یې د ځینو شرطونو په وړاندې کولو سره په دغه ناسته کې ګډون ته زړه ښه کړ.

دغه طالب چارواکي په دې اړه چې د استانبول ناسته کې به د طالبانو په استازولۍ کوم اشخاص ګډون وکړي څه ونه ویل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري له امریکا غږ سره خبرو کې په استانبول ناسته کې په درې شرطونو د طالبانو د ګډون په اړه ناخبري وښودله او زیاته یې کړه چې تر دا مهاله دوی ته په دې اړه رسمي معلومات نه دي رسېدلي.

د طالبانو دغه مهم چارواکي همدارنګه امریکاغږ ته وویل چې د دغه ډلې مشرتابه نه غواړي چې د استانبول ناسته په تصمیم نیونې بدله شي او په خبره یې طالب مشران په دغه ناسته کې د «یوې مشخصې اجنډا» له ځای پر ځای کولو سره مخالف دي.

دغه طالب چارواکي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالب مشرتابه به د اوربند په اړه پرېکړه وکړي وویل چې وسله وال طالبان به د اوس لپاره اوربند اعلان نکړي او په بین الافغاني مذاکراتو کې به هم د اوربند ټینګېدو په اړه پرېکړه ونکړي.

XS
SM
MD
LG