د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کرکټ ۱۰ لوبغاړي په کرونا اخته شوي


د پاکستان لس لوبغاړي چې په کرونا اخته شوي چې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم په کې شامل دي
د پاکستان لس لوبغاړي چې په کرونا اخته شوي چې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم په کې شامل دي

د پاکستان کرکت بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې ۱۰ لوبغاړي یې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د پاکستان د کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ جون۲۳(چنګاښ۳) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو د کروناویروس معاینات یې مثبت وو.

په هغو لوبغاړو کې چې په کرونا اخته شوي دي فخرالزمان، عمران خان، کاشف بټي، محمد حفیظ، محمد حسنین، محمد رضوان، وهاب ریاض، شاداب خان، حیدر علي او حارث روف شامل دي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د ملي لوبډلې د اداري برخې یو مامور هم په کرونا اخته شوی دی.

پاکستان داسې مهال په کرونا ویروس د خپلو لوبغاړو د اخته کېدو خبر ورکوي چې د دغه هېواد ۲۹ لوبغاړي په پاکستان کې په تمرینونو بوخت دي.

د پاکستان د کرکټ لوبغاړي دا تمرینونه له انګلنډ سره د دریو ټست او دریو ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره کوي چې بله میاشت دي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي په کرونا اخته شوي لوبغاړي به یې ۱۴ ورځې له نورو جلا اوسیږي.

تر دې مخکې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان شاهد اپریدي هم اعلان کړی و چې د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه نژدې ۳۷۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۸۵زره نور مړه شوي دي.

دکروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین په هوبي کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې ۹.۱ میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي ‌او څه باندې ۴۷۲زره نور خلک یې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG