د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېدو ته چمتو یو


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چمتو دي چې په افغانستان کې د پولیو سرتاسري کمپاین بيل کړي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۲۶ (تلې څلورمه) ویلي چې سږ کال له دغه هیواد څخه یوازې د پولیو یوې پېښې ثبتېدو راپور ورکړل شوی دی، په داسې حال کې چې تیر کال په دغه هیواد کې د ماشومانو د فلج پېښې ۵۶ ته رسېدلې وې.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ګوزڼ پېښو پای ته رسېدو فوق العده فرصت رامنځته شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د روغتیا نړیوال سازمان له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې کور په کور د پولیو واکسین رسولو ته چمتو دی."

دغه سازمان ټینګار کړی دی چې دغه کمپاین باید ژر تر ژره پیل شي او دوام پیدا کړي.

افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چې لا هم هر کال پکې د ګوزڼ پېښو راپور ورڅخه ورکول کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر داسې مهال په افغانستان کې د پولیو واکسین پر ژر تر ژره اجرا کېدو ټینګار کوي چې تر دې مخکې په دغه هیواد کې د جګړو او د وسله والو ډلو له لورې د واکسین د تطبیق ړ مخنیوي په وجه د واکسین بهیر ټکنی و.

XS
SM
MD
LG