د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې وسله والو د پولیو څلور واکسیناتوران وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په ننګرهار ولایت کې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په بریدونو کې د پولیو څلور واکسین کوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا دغه کسان په مرکز جلال اباد، سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو کې په څلورو جلا پېښو کې وژل شوي دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست کې د کتلوي معافیت مشر ډاکتر جان محمد نن سې شنبه جون ۱۵ (غبرګولې ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې د خوګیاڼو په چمتله کې وسله وسله والو په دوو واکسناتورانو ډزې کړي چې یو وژل شوی او یو زخمي دی. او د همدغې ولسوالۍ په کږې بازار کې هم یو واکسیناتور وژل شوی دی.

هغه وویل:" د واکسین دوه رضاکاران په سره رود ولسوالۍ کې ویشتل شوي چې دواړه وژل شوي."

ډاکټر جان محمد زیاته کړه چې دوه نور واکسیناتوران د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې ویشتل شوې دي چې دواړه ټپیان دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وایي چې دغه پېښې له اوو بجو څخه تر نهو بجو پورې شوې دي او اوس یې په ښار او ولسوالیو کې د واکسین کمپیاین درولی دی.

په ورته مهال په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن په ننګرهار ولایت کې پر واکسین کوونکو نننی برید غندلی او په دې اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

هغه د پولیو په برخه کې د هر اړخیزو مرستو او د دې ویروس د خورېدو د مخنیوي په برخه کې له افغانستان سره پر مرستو ټینګار کړی دی.

د پولیو د مخنوي لپاره د واکسین دغه کمپیاین تېره ورځ پیل شوی و.

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د پولیو پر واکسناتورانو باندې بریدونه په خپل ټویټز باندې تائید کړي خو ویلي یې دي چې یو واکسیناتور وژل شوی او پنځه ټپیان دي.

دا په روان کال کې په ننګرهار ولایت کې د واکسین پر کار کوونکو دوهم مرګونی برید دی چې رامنځته کیږي.

د روان ۱۴۰۰ کال وري میاشتې پر لسمه په جلال اباد ښار کې د پولیو واکسین پر ښځینه کار کوونکو ډزو کې درې ښځینه واکسین کوونکې ووژل شوې.

تر دا مهاله ددغه پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG