د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: د کووید۱۹ د فایزر تابلیټ د استعمال قوي سپارښتنه کوو


د فایزر شرکت د کرونا ضد تابلیټ

د روغتیا نړیوال سازمان نن جمعه اپریل ۲۲ (غوايي دویمه) وویل هغو ناروغانو ته،‌ چې په خفیفو اعراضو او علایمو اخته او روغتون کې د بستر کېدو له خطر سره مخامخ دي، د فایزر د کووید۱۹ د (Paxlovid) تابلیټ د استعمال «قوي سپارښتنه» ورته کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دغې سپارښتنې سره همهاله دا خبرداری هم ورکړی دی چې ښايي په کم او متوسط عاید لروونکو هېوادونو کې، چې د کرونا ضد واکسین په کې په برابر ډویل وېشل شوی نه دی، دا مسئله بیا تکرار شي.

د روغتیا نړیوال سازمان متخصصینو ویلي دي چې دا تابلیټ هغو کسانو ته، چې د کرونا ضد واکسین یې نه وي کړی، عمرونه یې زیات وي او یا یې وجود د مصونیت کمزوری سیستم ولري، غوره انتخاب دی.

دا سازمان د فایزر د Paxlovid) تابلیټ تر «ریمدیسویر، مونوپیراویر او انټي باډي مونوکلونال» څخه غوره ګڼي.

متخصصین وايي چې دا تابلیټ د نورو موجوده درملو په پرتله ناروغان له بستر کېدو څخه ژغوري، د «مونوپیراویر» د زیانونو په پرتله کم زیان لري او د «ریمدیسویر، مونوپیراویر او انټي باډي» په پرتله یې تطبق هم اسان دی.

دا ټابلیټ په ۳۱۰۰ کسانو ازمایل شوی او نتایج یې ښيي چې په روغتون کې د مبتلایانو د بستر کېدو خطر یې ۸۵ سلنه کم کړی. پایلو دا هم څرګنده کړې ده چې د دغو درملو ناببره پرېښودل هم بیمار ته کومه ستونزه نه پیدا کوي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان ټېنګار کوي چې دا تابلیټ باید تر ۱۸ کلنو ورپورته انسانان استعمال کړي، میندوارې او تۍ ورکوونکې میندې دې یې نه استعمالوي. هغو کسانو ته هم د دغه تابلیټ د کارولو سپارښتنه نه ده شوې چې په کوویډ۱۹ د اخته کېدو پیچلتیا یې ډېره ده. متخصصینو د معلوماتو د نشتوالي له کبله هغو ناروغانو ته چې شدید علایم لري هم د دغه تابلیټ د تجویز کولو څخه ډډه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا تابلیټ د کووید۱۹ د بیمارۍ په لومړیو مرحلو کې تجویز شوی او تجویز کېدای شي. په دې اساس، په کووید۱۹ اخته کسان باید په لومړیو پنځو ورځو کې دننه د دغه تابلیټ استعمالول پيل کړي او پنځه ورځې یې دوام ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د فایزر له شرکت څخه غوښتي دي چې د تابلیټ د قیمت په برخه کې له شفافیت څخه کار واخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان یوې سلاکارې لیزا هیدمن ویلي دي چې په واشنګټن کې د ملي راډیو د راپور په اساس د دغو درملو پوره کارول ۵۳۰ ډالر تمامېږي. له دې هر څه سره سره لا معلومه نه ده چې ایا کرونا ویروس به د دغو درملو په ضد مقاومت وزېږوي که نه.

XS
SM
MD
LG