د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کډوال ملګرو ملتونو ته: له پاکستان څخه زمونږ د جبري ایستلو مخه ونیسئ


له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د شړلو د بهیر د چټکیدو سره هم مهاله په دغه هیواد کې میشتو یو شمیر افغان کډوالو چې په اسلام اباد کې درییم هیواد ته د تخلیې په تمه دي د ملګروملتونو څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د شړلو مخه ونیسي.

دغو اعتراض کوونکو کډوالو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۲۵ (لړم درییم) په یوه اعتراضي غونډه کې وویل که چیرته وشړل شي وطن کې د اوسیدلو ځای نلري.

دغو اعتراض کوونکو "اجباري ستنیدل ودروئ" او "باید زمونږ مشکل حل کړئ" شعارونه ورکول.

همداشان یو شمیر اعتراض کوونکي، چې د تیر جموري رژیم کارکوونکي و د اندیښنې په څرګندولو سره وویل، چې که چیرې له پاکستان څخه وابیستل شي د طالبانو له خوا به ونیول شي.

دغو اعتراض کوونکو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ څخه د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په ورو ارزونې هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې په پاکستان کې یې د اوسیدانې د ویزې موده پوره شوې ده او دغه هیواد څخه د شړلو د ګواښ سره مخ دي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان دغه هیواد ته کډه شوي، چې شاوخوا ۵۰۰ زره یې یا په غیر قانوني ډول او یا دا چې د اوسیدانې د ویزو موده یې پای ته رسیدلې ده، په پاکستان کې ژوند کوي.

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په سر کې اعلان وکړ، چې ۱.۷ میلیونه د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نوامبر له لومړۍ ورځې وروسته په ډله ییز ډول وباسي.

د پاکستان حکومت ویلي چې ددغسې افغانانو د ایستلو لپاره په سنید، بلوچستان، پنجاب او خیبرپښنخوا کې د کډوالو د نیولو او بیا له هغه ځایه افغانستان ته د شړلو لپاره څو مرکزونه جوړوي.

پاکستاني چارواکو همداشان ویلي، چې د اکتوبر په میاشت کې ددغه هیواد د حکومت د پریکړې وروسته تراوسه په لسګونو زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG