د لاس رسي وړ اتصالات

د مولر راپور د خپریدو په درشل کې له ټرمپ څخه د ویلیم بار دفاع


د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار اعلان کړی چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پرمهال د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز ټیم او روسیې تر منځ هیڅ ډول سازش نه و شوی.

ښاغلي بار دا څرګندونې د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون د مشر روبرت مولر د راپور د خپریدو په درشل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل: " د روسیې دولت هڅه کړې وه چې زموږ د ټاکنو په بهیر کې مداخله وکړي خو د ځانګړې کمیټې د هر اړخیزو څیړنو په پایله کې اوس پوهیږو چې ښاغلي ټرمپ او یا هم د هغه کمپاین له روسیې سره هیڅ همکاري کړې نده."

د ویلیم بار له خوا ددې راپور خپریدل چې یو شمیر برخې یې د محرم والي له امله پټې پاتې شوي دي، د امریکا په کانګرس کې به نوې بحثونه رامنځته کړي.

همدارنګه داسې انګیرل کیږي چې دا موضوع به د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په یوه تاوده بحث بدله شي.

ولسمشر ټرمپ د ویلیم بار له خبري کنفرانس څو شیبې وروسته په ټویټر کې د خپل یوه تصویر په ایښودلو سره ولیکل: " د کیڼ اړخو رادیکال دیموکراتانو لپاره لوبه پای ته ورسیده. "

د امریکا د کانګرس دیموکراتو غړو د راپور تر خپریدو مخکې د ویلیم بار له خوا د خبري کنفرانس په جوړیدو انتقاد کړی وو او ویلې و چې دا اقدام د ولسمشر په ګټه د راپور د تفسیر کولو په مانا دی.

د امریکا د استازو د مجلس د قضایه کمیټې مشر جیري ندلر وویل: " لویه اندیښنه دا ده چې د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار دا اجازه نه ورکوي چې د مولر په راپور کې شته حقایق خپله خبري وکړي بلکې نوموړی هڅه کوي چې دا راپور د سپینې مانۍ په نفع تفسیر کړي. "

همداراز ښاغلي ندلر ټینګار کړی چې په راتلونکې یوې یا دوو ورځو کې باید د مولر راپور په دقیق ډول ولولي څو روښانه شي چې کومې برخې یې سانسور شوي دي.

XS
SM
MD
LG