د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ښځینه خبریالانو ته یو خطرناک هیواد دی


نی وایي په افغانستان کې د رسنیو ۱۲۰۰۰ کارکوونکي فعالیت کوي چې له دغې شمېرې ۲۴۰۰ یې ښځې دي
نی وایي په افغانستان کې د رسنیو ۱۲۰۰۰ کارکوونکي فعالیت کوي چې له دغې شمېرې ۲۴۰۰ یې ښځې دي

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، چې افغانستان د ښځینه خبریالانو لپاره یو خطرناک هیواد دی او پدغه هیواد کې لا هم د ښځینه ژورنالستانو لپاره حالت مخ په خرابېدو دی.

په پاریس کې میشت د خبریالانو دا ټولنه وايي، چې د روان میلادي کال له پیل نه تر اوسه یوه ښځینه کارکوونکې چې په رسنیو کې یې کار کاوه وژل شوې ده.

د بې پولې خبریالانو یوې غړې سوفي بوسن امریکا غږ ته وویل چې ددغې ټولنې د شمېرو له مخې تېر کال درې ښځینه ژورنالستانې په افغانستان کې وژل شوې دي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د عامه پوهاوي مشرې سوفي بوسن وویل "د ښځینه خبریالانو په وړاندې حالت مخ په خرابېدو دی، دوی ګواښل کیږي. په دوی طالبان او داعش فزیکي حملې کوي. په دوی د ټولنې له خوا فشار دی او کله نا کله خو د خپلو کورنیو لخوا هم پرې فشار واردیږي".

د بې پولې خبریالانو د ټولنې په وینا افغانستان د نړۍ په یو سلو اتیا هیوادونو کې د بیان د ازادۍ له اړخه یو سلو شلم هیواد دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې چې نن په کابل کې د افغان ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ د مرکز د پرانستلو په مراسمو کې برخه اخېستې وه، وویل چې د ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ دا مرکز به د ښځو په وړاندې پرتې ستونزې، خنډونه او ګواښونه سره ثبت کړي.

د افغانستان د ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ د مرکز مسؤلې فریده نیکزاد وویل چې د اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت ته په کتو د ښځینه ژورنالستانو د کار ساحه هم تنګه شوې ده.

ددې مرکز مسؤلې فریده نیکزاد وویل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په رسنیو کې د ښځو شتون کم شوی او په وينا یې پنځوس په سلو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه را کم شوي دي.

فریده نیکزاد وایي "که اوسنی حالت له تېرو دوو کلونو سره پرتله کړو، هغه وخت ښځینه ژورنالستانو په رسنیو کې ښه شتون درلود ولې اوس د هغسې شتون شاهدان نه یو".

د ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ د مرکز مشرې دا هم وویل چې دا مرکز د ښځینه ژورنالستانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو، د خبریالۍ مسلک ته د هغوی د ګرځولو او د ښځینه خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړولو لپاره فعالیتونه کوي.

که څه هم په افغانستان کې د خبریالانو کره شمېره نده معلومه خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی د شمېرو له مخې په افغانستان کې د رسنیو ۱۲۰۰۰ کارکوونکي فعالیت کوي چې له دغې شمېرې ۲۴۰۰ یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG