د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د ټینس نړیوال اتل نواک جاکویچ له خپلې خاورې وویست 


جاکویچ دنړۍ د ټینس لومړی مقام لرونکی لوبغاړی دی
جاکویچ دنړۍ د ټینس لومړی مقام لرونکی لوبغاړی دی

د استرالیا حکومت د ټینس نړیوال اتل نواک جاکویچ له هغه وروسته له خپلې خاورې وشړه چې هلته یې د پاتې کېدو غوښتنه رد شوه.

استرالیا د کوید۱۹ او نورو روغتیایي لارښوونو په اساس د ټینس د نړۍ د دغه لومړي مقام لرونکي لوبغاړي ویزه لغوه کړه. د نوموړي مینه وال وايي چې استرالیا له هغه سره ناسم چلند کړی دی.

د تینس د ۲۰۲۲ کال د لومړي ګرند سلیم جام لوبې د دوشنبې په ورځ په ملبورن ښار کې پیل کیږي.

ښاغلی جاکویچ تېره اونۍ د استرالیا میلبورن ښار ته ورسېده ،‌ خو هلته د سرحد او کمرک چارواکو د هغه ویزه لغوه کړه او وویل چې نوموړي د کرونا ویروس د واکسین تصدیق نلري او نه یې هم د مقاماتو په خبره دا ثابته کړه چې د کرونا ویروس په ضد معافیت لري.

د ټینس دغه مشهور لوبغاړی بیا د څو ورځو لپاره یو هوټل ته واستول شو خو وروسته بیا د استرالیا یوې محکمې د هغه د ویزې لغوه کولو پرېکړه رد کړه.

مګر وروسته بیا د استرالیا د فدرال محکمې په هغه هېواد کې د هغه د پاتې کېدو غوښتنه بیا رد کړه او هغه ته له استرالیا څخه د وتلو لارښوونه وشوه. د استرالیا حکومت د محکمې د پرېکړې ننګه کړې او مقاماتو ویلي چې له استرالیا څخه د هغه د اېستلو علتونه به اعلان کړي.

په خپله ښاغلي جاکویچ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د محکمې د پرېکړې درناوی کوي او له استرالیا څخه د وتلو په وخت کې به له مسئولینو سره همکاري کوي.

خو د هغه یو شمېر مینه والو دا پرېکړه غندلې او ویلي دي چې له هغه سره په استرالیا کې«غیر انساني او شرموونکی» چلند شوی دی.

د صربیا د ټینس دغه اتل استرالیا ته تللی و چې د ټینس په نړیوالو سیالیو کې کې برخه واخلي او که دا لوبې یې،‌ چې سبا دوشنبه پیلیږي، ګټلې وای، په نړیواله کچه به لومړی لوبغاړی و چې د ټینس ۲۱ ستر جامونه ګټي.

د روغتیا دوو خپلواکو پنلونو، چې د استرالیا د ویکټوریا ایالت حکومت او د استرالیا د ټینس د مسئولینو له لوري ټاکل شوي وو، ښاغلي جاکویچ ته د کرونا ویروس د واکسین د معافیت سند ورکړی و، هغه د ډسمبر په میاشت کې د کرونا په ویروس اخته شوی و.

XS
SM
MD
LG