د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پالیسیو د افغانستان اقتصادي وده اغیزمنه کړې


نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې تمه کیږي، چې افغانستان اقتصاد به په روان ۲۰۲۳ کال کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته د ۲۵ فیصدو پورې د ناڅرګند حالت سره د مخامخ کیدو وروسته د ودې ساحې پرته حرکت ولري.

نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ اکتوبردرییم( تلې ۱۱) په یو راپور کې ویلي، چې د طالبانو د لنډ مهالې حکومت د ښځو په زده کړو او کارباندې د بندیزونو پالیسو دوام به د اقتصادي ودې د لا ټیټیدو سره مرسته وکړي.

د "ژر تیریدونکی ثبات وروسته د بې ثباتۍ " په نوم د نړیوال بانک دا راپورښيي، چې د افغانستان د اقتصاد په شاتګ څنګه په ټولو سکټورونو باندې اغیزه کړې ده.

دا راپور وايي:" خدمات، چې د ټول هیواد د ناخالص عاید ۴۵ برخه جوړوي په ۲۰۲۱ کال کې ۳۰ فصیده کم شوی و او تیر کال په بې ساري ډول ۶.۵ فیصدو ته راټیټ شوی دی".

دا راپور وايي، چې د کرهڼې سکټور چې د ناخالصو عایداتو ۳۶ فیصده جوړوي په تیر ۲۰۲۲ کال کې د ناسم جوي وضعیت د شرایطو او ددغه وضعیت سره د بزګرانو د مقابلې د سرچینو نشتوالي له امله ۶.۶ فیصده کم شوی و.

نړیوال بانک په دغه راپور کې ویلي د صنعت سکټور مالي منابعو ته د نه لاس رسي له امله د بندیدو د ګواښونو سره مخ و په ځانګړي ډول هغه کاروبارونه چې د ښځو له خوا پرمخ وړل کیده په تیر ۲۰۲۲ کال کې ۵.۷ فیصده کوچنی شوی و.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په داسې حال کې چې له بهرنیو هیوادونو څخه واردات زیات شوي، په تیر ۲۰۲۲ کال کې په لوړه کچه صادراتو پرتله سږکال له افغانستان څخه صادرات هم کم شوي دي، چې دا کار د سوداګرۍ بیلانس کسر لا زیات کړی دی.

دغه راپور کې ویل شوي:" په ټیټه کچه تقاضا د عرضې ښه شرایطو او قوي پولي واحد(افغانۍ) په چټک ډول د انفلاسیون د ښکته کیدو سبب شوی، چې د تیرې جولای په میاشت کې ۱۸.۳ فیصده د روان کال د اپریل د میاشتې راهیسې انفلاسیون مخ په کمیدو دی".

په دې راپور کې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې په داسې حال کې، چې د بانکي سکټور د ثبات او د معاشونو د ورکړې د بې کاره سیستم په اړه اندیښنې شته، په مرستو کې د پام وړکموالی اود ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو پالیسو د افغانستان د اقتصاد بیرته رغونه د ګواښ سره مخ کوي.

په دې راپور کې افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلیندا ګووډ له قوله ویل شوي:" د افغانستان اقتصاد ماتیدونکی دی، په ډیره زیاته کچه په بهرني ملاتړ باندې اتکا لري او ددغه هیواد خصوصي سکټور ډیر کمزوری دی".

دغې چارواکي ویلي، چې دې ته اړتیا شته، چې په بشري پانګونه باندې د مصرف په برخه کې د هیواد لومړیتوبونه او د اقلیم د بدلون په وړاندې د انعطاف وړ پروګرامونه او د جنسیت په برخه کې زیان راوړونکي پالیسو ته حل لارې په پام کې ونیول شي

د نړیوال بانک د افغانستان د هوساینې د وروستۍ د څارنې د سروې له مخې، چې هغه هم د اکتوبر په درییمه خپره شوې په کې ویل شوي، چې د جګړې باوجود له هردوو افغانانو یو یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

دغه سروې کې ویل شوي، چې د افغانانو کورنیو په ځانګړي ډول ځوانانو او ښځو د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره زیات اضافي کارونه ترسره کړي دي.

دا سروې وايي، چې په عمومي ډول د کار په برخه کې د عرضې زیاتوالی د کارکوونکو کار ته تقاضا کمه کړې، چې ورسره بیکاري هم دوه چنده شوې ده.

نړیوال بانک وايي، په داسې حال کې، چې امنیتي وضعیت ښه کیدو سره په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو حاضري زیاته شوې ده او د ښار او کلیو ترمنځ یې د جنسیت په برخه کې فاصله کمه کړې لا هم د لومړینو ښوونځیو د زده کړو په عمرونو برابر میلیونونه هلکان او نجونې زده کړو ته د نه لاس رسی له امله له ښوونځیو بهر دي.

نړیوال بانک وايي، چې په منځنیوښوونځیو او لیسو کې د نجونو په زده کړو د بندیز د لګیدلو د نیټې راهیسې یوازې ۳ فیصده نجوني د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې زده کړې کوي. ددې راپور له مخې د ۱۳ او ۱۸ کلنو د عمر لرونکوهلکانو ترمنځ یوازې ۴۴ فیصده یې د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې زده کړې کوي.

نړیوال بانک هرکال دوه ځلې د جنوبي اسیا د نورو هیوادونو په څیر د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه هم راپورونه خپروي.

طالبانو د نړیوال بانک ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه حکومت ددغه بانک د روان ۲۰۲۳ کال د تیرو دریو میاشتو راپور هرکلی کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG