د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠١٨ کال د نړیوال جام د دوو غښتلو ټیمونو سیالي


په روسیه کې د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام په لومړی نیمه پایلوبه کې سه شنبه جولای ١٠) د فرانسې او بلجیم پیاوړې لوبډلې سره مخامخ کیږي.

فرانسه او په تیره بیا بلجیم هغه لوبډله ده چې په روان نړیوال جام کې پرته له کومې ماتې یې له پیاوړو لوبډلو نه لوبې گټلي دي او دادی نن د خپل گاونډي هیواد فرانسې سره لوبه کوي.

د فرانسې ملي ټیم
د فرانسې ملي ټیم

د اروپا په وچه کې دوه پراته هیوادونه فرانسې او بجلیم تر نورو لوبډلو ډیر یعنی درې اویا ځلې سره په خپلو کې سیالئ کړي دي، چې په ٢۴ لوبو کې فرانسه او په ٣٠ لوبو کې بلجیم بریالی شوی دی، خو په ١٩ سختو لوبو کې زیاتې یې فرانسې ګټلی دي.

دا پداسې حال کې دي چې په ټولینزو رسنیو کې ددې لوبې په اړه په نظر پوښتنو کې ٣٨ فیصده د فرانسې او ٣٣ فیصده د بلجیم د گټلو اټکل شوی دی.

همدا راز په تیرو نړیوالو جامونو کې فرانسه او بلجیم دوه ځله سره مخامخ شوي دي، چې په دواړو لوبو کې فرانسه بریالۍ شوې ده.

د بلجیم ملي ټیم
د بلجیم ملي ټیم

تیرو لوبو ته په کتو سره مبصرین اټکل کوي چې د فرانسې او بلجيم ترمنځ د نننۍ لوبې گټونکی ټیم ښایي د فوټبال نړیوال جام هم وګټي.

د فوټبال نړیوال جام په دویمه نیمه پای لوبه کې چې سبا چهارشنبه (جولای ١١) کیږي د کروشیا او انګلستان لوبډلې سره سیالي کوي.

د فوټبال نړیوال جام پای لوبه یا فاینل د جولای په ١٥ نیټه کیږي.

XS
SM
MD
LG