د لاس رسي وړ اتصالات

دوحې غونډې ته د افغان میرمنو سپارښتنې: د طالبانو په ژمنو ونه غولیږئ


د افغان میرمنو یوې ډلې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په سر د بحث لپاره په دوحه کې د ملګروملتونو په بلنه د روانې غونډې له ګډونوالو څخه غوښتي، چې د طالبانو په ژمنو دې ونه غولیږئ او په وینا یې پر طالبانو باندې باید باور ونشي.

د قطر په پایتخت دوحه کې د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوت افغانستان لپاره د ۲۰ هیوادونو څخه د زیاتو هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه پیل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د بندو دروازو شاته دغو بحثونو د سه شنبې په ورځ هم دوام درلود. ټاکل شوې ملګري ملتونه به د سه شنبې د ورځې په پای کې په یو خبري کنفرانس کې ددې غونډې پایلې خبریالانو سره شریکې کړي.

د افغان میرمنو یو ۶۰ کسیز ګروپ د دوشنبې په ورځ مې اول ( ثور۱۱) د دوحې غونډې کې د ګډون کوونکو هیوادونو له ځینو استازو سره په انلاین بڼه په افغانستان کې د ښځو په وضعیت خبرې کړي دي.

ددغه ګروپ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغه غیر رسمي بحث کې د افغانستان دننه او بهر له ۶۰ زیاتو د افغان میرمنو د حقونو فعالانو برخه لرله.

په دې بحث کې، چې ددغه ګروپ د معلوماتو پر اساس افغانستان د ښځو او نجونو حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازې رینا امیري په نوښت ترتیب شوی و، د قطر، متحده عربي اماراتو، امریکا متحده ایالاتو،اندونیزیا، بریتانیا، ناروې، فرانسې، سویډن او د ملګروملتونو د مرستندویه دپلاوي دفتر' یوناما' استازو برخه لرله.

ددغه ګروپ د معلوماتو له مخې په دې بحث کې د افغانستان دننه د اتو مختلفو سیمو څخه ښځینه فعالانو د تاوتریخوالي، فردي مصونیت، عدالت، زده کړو، کار روغتیا او بشري مرستو او د نوروهغو ګواښونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې، چې په دغه هیواد کې ښځې ورسره مخ دي.

د افغان میرمنو دغه ګروپ ویلي:" دغه بحث د دوحې په غونډه کې د افغان میرمنو د رسمي استازیتوب ځای نیول نه دي".

دغه ګروپ د دوحې غونډې ګډونوالو ته د فردي مصونیت، عدالت ته د لاس رسي، د اقلیتونو حقونو، پوهنې، کار او بشري چارو کې د خپلو شاوخوا ۲۰ سپارښتونو په سر کې له ګډونوالو غوښتي: "د طالبانو په ژمنو ونه غولیږئ هغوی باندې باور نشي کیدلی او باید پرې باور ونشي. منځلاری طالب نشته مونږ لپاره ټول یو شان دي که په قطر کې دي که په کندهار کې او که حقانیان دي. د مفکورې له اړخه د افغانانو په نظر یوشان دي، خو هغوی دا زده کړي، چې څنګه نړیوالو هیوادونو سره د بیلابیلو لارو تعامل وکړي او هغه څه چې هغوی غواړي یوه لوبه ترسره کړي".

د افغان میرمنو دغه ګروپ د دوحې د غونډې د ګډونوالو څخه غوښتي، چې طالبانو سره ستراتیژیک چلند څخه کار واخلي او زیاته کړې ده، چې طالبان به د امریکا، بریتانیا، پاکستان، چین، قطر او متحده عربي اماراتو په څیر د نفوذ لرونکو هیوادونو له خوا د شرایطو او فشار پرته ښځو ته د هغوی اساسي حقونه ورنکړي.

همداشان د ښځو دغه ګروپ د دوحې د غونډې د ګډونوالو څخه غوښتي، چې د طالبانو د رسمیت پيژندلو په اړه د اعلامیو له خپرولو څخه دې ددې له امله ډډه وکړي، چې دا کار طالبان د خپل حکومت د مشروعیت په اړه د پروپاکند په توګه کاروي.

په یوه سپارښتنه کې ویل شوي:" طالبانو د همکارۍ په بدل کې د افغانانو پر حقونو د معاملې څخه ډډه وکړئ".

همداشان د افغان میرمنو دغه ګروپ د دوحې د غونډې له ګډونوالو څخه غوښتي، چې د تروریزم سره د تشو ژمنو پر سر د ښځو پر حقونو معامله ونکړي او پر طالبانو باندې داسې بندیزونه ولګوي لکه چې لویدیځو هیوادونو په روسیې باندې لګولي دي.

دغو افغان میرنو د غونډې د ګډونوالو څخه دا هم غوښتي، چې د طالبانو پر جنایاتو دې سترګې نه پټوي او دا ډله باید د ښځو، سړو، ماشومانو اود طالبانو د پالیسو د مخالفو پر وړاندې د کړو اقداماتو په اړه حساب ویوونکي اوسي.

همداشان دغو میرمنو ویلي، چې طالبانو باندې فشار واچول شي، چې د بشري حقونو کوم کنوانسینونه چې افغانستان لاسلیک کړي ورته ژمن پاتې شي او افغانستان کې د ټولو اوسیدونکو حقونه خوندي شي.

په دغو سپارښتونو کې دا هم ویل شوي، چې د دوحې د غونډې ګډونوال باید نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه قومي او مذهبي اقلیتونو ته جدي ملاتړ برابر کړي، کوم، چې د افغان میرمنو ددغه ګروپ په وینا د طالبانو د حکومت له خوا ځپل شوي دي.

همداشان دغو افغان میرمنو ویلي، چې ښځو او نجونو ته باید د زده کړو مساوي حق برابرشي او ښځینه استادانې پرته له ویرې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د افغان میرمنو ددغه ګروپ د دغو سپارښتونو دمخه د روانې اونۍ په سر کې په کابل او اسلام اباد کې د افغان میرمنو د حقونو په دلسګونو ښځینه فعالانو او مدني ټولنې غړو په لاریونونو او اعتراضیه غونډو کې د ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې طالبان په رسمیت ونه پیژني.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار په ګډون په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي. ددغو محدودیتو په لړ کې طالبانو حکومت په غیردولتي ادارو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار باندې هم بندیز لګولی دی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل خو تر اوسه د هغوي سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG