د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: له ټولو ګواښونو سره سره په افغانستان کې پاتې کیدو ته ژمن یو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې (یونیسف) استازی فران اکیزا، وايي، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو او د بشري مرستو کمیدو سره سره یونیسف په دغه هیواد کې پاتې کیدو او افغانانو ته تر ممکن حد پورې مرستو رسولو ته ژمن دی.

ښاغلي اکیزا د چهارشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۹ (حمل ۳۰) په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په دې ورځو کې افغانستان د سخت بشري بحران سره مخ دی او په دغه هېواد کې د ۱۵ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو او د ساتنې په برخو کې ملاتړ ته اړتیا لري.

د یونیسف دغه چارواکي ویلي، چې افغانستان اوس مهال د طبیعي پیښو، ناروغیو، لوږې او د ملګرو ملتونو په ادارو کې پر افغان مېرمنو د طالبانو د چارواکو له خوا د کار د بندیز په اړه د وروستۍ پریکړې د اغیزو سره مخ دی.

ښاغلي اکیزا ویلي: "د ټولو ګواښونو سره سره د مرسته کوونکو، دولتي ادارو او په ټوله نړۍ کې د ښځو او سړو په ملاتړ کولی شم تاسو ته ډاډ درکړم، چې یونیسف افغانستان کې پاتې کیدو او ښځو او ماشومانو ته د مرستو چمتو کولو ته ژمن دی. مونږ به د خپلو کړنو د عملي کولو لپاره هر لازم اقدام ترسره کړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې کولی شو خلکو ته خدمات وړاندې کړو".

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته، له افغانانو سره نړیوالې مرستې ډیرې کمې شوي دي، چې د مرستو کمیدو او د افغانستان بانک د نږدې لسو میلیاردو ډالرو د شتمنۍ کنګل کیدو وروسته دا هیواد د یو سخت بشري بحران سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې (UNDP) د ۲۰۲۲ میلادي کال د یوې ارزونې له مخې، چې تازه خپره شوې، په افغانستان کې ۳۴ میلیونه افغانان د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې دا تازه شمیرنې د ۲۰۲۰ کال په پرتله د لوږې د کرښې لاندې د اوسیدونکو افغانانو په شمیر کې ۱۵ میلیونه زیاتوالی ښيي.

افغانستان لپاره د یونیسف استازي په دغه هیواد کې د بشري مرستو په رسولو کې د ټولو کارکوونکو په ځانګړي ډول د سیمه ییزو ښځینه کارکوونکو ونډه ډیره مهمه ګڼلې ده.

ښاغلي اکیزا ویلي: "هغوی با استعداده، ډیرې ماهرې او ژمنې دي. هغوی په ډیر ځانګړي موقعیت کې دي ترڅو وکولی شي، چې ډیرو اړو افغانانو ته لاس رسی ولري. هغوی کولی شي ښځو او ماشومانو ته لاس رسی ولري. هغوی کولی شي ناروغانو او عمرخوړلو کسانو ته لاس رسی ومومي. هغوی کولی شي معیوبینو ته لاس رسی ومومي. هغوی کولی شي، چې هغو کسانو ته لاس رسی ولري، چې زما په ګډون زمونږ نارینه همکاران ورته لاس رسی نلري."

د یونیسف د ادارې دغه چارواکی وايي، لکه چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په تیرو ۷۰ کلنو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو څخه ملاتړ کړی او دا اداره به د تل دپاره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یونیسف دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ملګروملتونو ویلي، که چیرې دا اداره په دې ونه توانیږي، چې د طالبانو حکومت د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو کار کولو ته وهڅوي له افغانستان څخه به د وتلو پریکړه وکړي.

د طالبانو حکومت د اپریل په پیل کې افغان میرمنې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو څخه منع کړې. ددې وړاندې د طالبانو حکومت د تیر میلادي کال په وروستیو ورځو کې په نورو غیردولتي ادارو کې هم افغان میرمنې له کار کولو څخه منع کړې وې.

د ملګروملتونو د انکشافي ادارې مدیر اچیم ستاینر ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي او هیله لري، چې طالبان به د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو کار ته اجازه ورکړي.

د ملګروملتونو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې د طالبانو حکومت ښځو ته په ځینو ادارو کې د کار اجازه ورکړې ده او کوم راپور، چې دغې ادارې تازه خپور کړی ښيي، چې د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو کار ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.

ملګروملتونو ویلي، چې که ښځو ته د کار اجازه ورنکړل شي، نو افغانستان سره به نغدې مرستې کمې شي. افغانستان له وړاندې د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG