د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د محسن شکاري اعدام کیدو ته د نړۍ تند غبرګون


د ایران حکومت اعلان وکړ چې پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) یې د حکومت ضد مظاهرو په تړاو لومړنی تن غر غره کړی.

نړیوالې ټولنې د ایران لخوا د ۲۳ کلن مسحن شکاري اعدام کیدل غندلي او د بشري حقونو ادارو بیا خبرداری ورکړی چې ښایي ډیر ژر به نور کسان هم اعدام شي.

د ایران قضایه قوې پخپل ویب سایټ میزان کې د دې اعدام په هکله لیکلي، " محسن شکاری، یو بلواګر چې د سپټمبر په ۲۵مې نیټې یې په تهران کې د ستار خان څلور لارې بنده کړې وه او یو امنیتي محافظ یې په غټې چاړه ټپي کړی و، نن سهار اعدام شو".

د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په تړاو نیول شوي لږ تر لږه تر لسو ډیر کسان د اعدام کیدو د خطر سره مخ دي.

د بخښنې نړیوالې ادارې د محسن شکاري محاکمه په "بشپړه توګه نا عادلانه او تش په نامه" بللې او ویلي یې دي چې پدې پیښې ترهیدلې ده.

د دې نړیوالې ادارې په اعلامیې کې ویل شوي، " د هغه (محسن شکاري) اعدام کیدل د ایران په اصطلاح د عدلي نظام غیر انسانیتوب بربنډوي او ډیر نور د عین سرنوشت سره مخ دي".


په عین حال کې د ایران د بشري حقونو د ادارې مشر محمود امیري مقدم چې مرکز یې د ناروې په اوسلو کې دی خبرداری ورکړی که نړۍ قوي غبرګون ونه ښیي، په ایران کې به خلک په ډله ایزه توګه اعدام شي.

ښاغلي مقدم په یوې اعلامیې کې ویلي چې محسن شکاري ته مدافع وکیل نه و ورکړل شوی او دا چې د هغه محاکمه په "بیړه او غیر عادلانه توګه" شوې.

سره لدې چې د ایران د فارس خبري اژانس په یو ویډیويي راپور کې ښاغلی شکاري ښیي چې په توقیف خانه کې د دې برید په هکله خبرې کوي خو د ایران د بشري حقونو ادارې ویلي چې دا اعتراف د هغه څخه په جبر اخیستل شوی او په ویډیو کې ښودل کیږي چې مخ یې ټپي دی.
د لویدیځو هیوادونو حکومتونو د محسن شیکاري په اعدام کیدو غصه ښودلې.

متحده ایالاتو د ښاغلي شکاري اعدام کیدل غندلي او هوډ یې څرګند کړی چې د ایران رژیم به د خپل ولس پر ضد د تشدد کولو له کبله مسؤل وبولي.

په عین حال کې د ایټالیا صدر اعظمې جورجا ملوني پدې پیښې د قهر څرګندولو سربیره دا "نه منل کیدونکې ځپنه " بللې او ویلې یې دي چې دا ډول اعدامونه به د ایران د حکومت ضد مظاهره چیانو غوښتنې باطلې نه کاندي.

ها خوا بیا د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایرباک ویلي چې دا اعدام به د آزادۍ لپاره د خلکو اراده له منځه یو نسي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د "انسان ژوند ته د ایران د رژیم سپکاوی هیڅ حد نلري".

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي هم د مسحن شکاري په اعدام کیدو غضب ښودلی او په نړۍ یې غږ کړی چې د خپل ولس په خلاف د ایران د رژیم په "کرکې وړ" تشدد دې سترګې نه پټوي.

په ایران کې محکمې شکاري د محارب یا "خدای ج سره د جګړې کولو" په تور تورن کړی و چې پدې هیواد کې دا ټول جرم د مرګ سزا لري.

د بخښنې نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې هر کال تر چین وروسته په ایران کې ډیر کسان اعدامیږي.

د ایران د بشري حقونو ادارې ویلي چې په روان میلادي کال کې ایران تر اوسه څه باندې ۵۰۰ تنه اعدام کړي.

XS
SM
MD
LG