د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسرائیل د ایران بریدونو ته نړیوال غبرګونونه


لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو پر اسرائیل د ایران بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه بریدونه په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ خطر زیاتوي.

په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل د برید په غبرګون کې، ایران د شنبې په ورځ ناوخته له خپلې خاورې څخه د اسرائیل پر لور د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو بریدونه پیل کړل.

ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په منځني ختیځ کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

ګوترش په یو بیان کې ویلي: "زه د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا په اسرائیل د نن ورځې د ستر برید له امله رامنځ ته شوې کړکېچ په کلکه غندم."

هغه زیاته کړه: "زه په سیمه کې د ویجاړونکي کړکیچ د زیاتوالي د ریښتیني خطر په اړه ژور اندیښمن یم. زه له ټولو اړخونو څخه غواړم چې د هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې په منځني ختیځ کې په مختلفو محاذونو کې لویې پوځي شخړې رامنځ ته کوي. ما څو ځله ټینګار کړی چې نه سیمه او نه نړۍ د بلې جګړې توان لري."

متحده ایالات

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند اډرین واټسن د یوې بیانیې په خپرولو سره له اسرائیل څځه د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن د ټینګ (فولادي) ملاتړ ټینګار وکړ.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې متحده ایالات به "د اسرائیل د خلکو تر څنګ ولاړ دي او د ایران له خوا د دغو ګواښونو په وړاندې به د هغوی د دفاع ملاتړ وکړي."

بایډن په یو بیان کې وویل: "د نن ورځې په لومړیو کې ایران او د هغه نیابتي ځواکونو چې په یمن، سوریه او عراق کې فعالیت کوي، د اسرائیل پر پوځي تاسیساتو بې ساري هوايي بریدونه وکړل. زه دا بریدونه په سختو ټکو غندم."

هغه زیاته کړه: "زما په امر او د اسرائیل د دفاع څخه د ملاتړ په خاطر، د متحده ایالاتو پوځ په تیره اونۍ کې سیمې کې بالستیک دفاعي الوتکې او جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړې. ددې ځای په ځای کولو او زموږ د پوځیانو په فوق العاده مهارت سره، موږ د اسرائیل سره مرسته وکړه چې نږدې ټول راتلونکي توغندي او ډرون الوتکې نسکورې کړو."

روسیه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه اپریل ۱۴ (حمل۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دی: "د سیمې له هېوادونو څخه غواړو چې موجوده ستونزې له سیاسي او دپلوماتیکو لارو حل کړي... په سیمه کې د خطرناک تشدد په اړه ژوره اندېښنه لرو."

روسیې ویلي‌ دي چې په منځني ختیځ کې یې د بحرانونو‌ او په خاص ډول د فلسطین او اسرائيل د شخړې د زیاتېدو په اړه یې له مخکې خبرداری ورکړی و او ویلي وو چې دا به د بې ثباتۍ لامل شي.

چین

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم نن یکشنبه ویلي دي: "چین د موجوده تشدد په اړه ژوره اندېښنه ښيي او له دخېلو غاړو څخه غواړي چې د جګړې د زیاتېدو ‌د مخنوي په خاطر، له ارامتیا او زغم څخه کار واخلي. "

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل: "چین له نړیوالې ټولنې او په خاص ډول د اغیزناکو هېوادونو څخه غواړي چې په سیمه کې د سولې او ثبات د تامین لپاره رغنده ونډه ولري. "

اروپایي ټولنه

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل پر اسرائیل د ایران برید "د سیمې امنیت ته بې ساري تشدد او جدي ګواښ" بللی او هغه یې غندلی دی.

بریتانیا

د بريتانيا صدراعظم ريشي سوناک پر اسرائيل د ايران د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بريد غندلی او ويلي يې دي چې بريتانيا به "د اسرائيل د امنيت دفاع ته دوام ورکړي".

سنوناک په یو بیان کې وویل: "د خپلو متحدینو تر څنګ، موږ د وضعیت د ثبات او د لا ترینګلتیا د مخنیوي لپاره په چټکۍ سره کار کوو. هیڅوک نه غواړي چې نوره وینه تویه شي."

فرانسه

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سژورن پر اسرائیل د ایران بریدونه د امنیتي ګواښ یوه "نوې کچه" وبلله او هغه یې وغندل.

سژورن ن د اسرائیل د امنیت په اړه د فرانسې پر ژمنې په ټینګار سره زیاته کړه: "د دې بې ساري اقدام په کولو سره ایران د بې ثباتۍ یوې نوې کچې ته رسېدلی او د پوځي کړکېچ د زیاتېدو له خطر سره مخامخ دی."

جرمني

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د یکشنبې په سهار په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې جرمني "روان برید چې کولای شي ټوله سیمه په کړکیچ کې ډوبه کړي، په خورا سختو ممکنه الفاظو غندي."

بیربوک وویل: "ایران او د هغه نیابتي ځواکونه باید سمدستي دا ودروي. موږ په دې وخت کې اسرائیل ته خپل بشپړ پیوستون وړاندې کوو."

کاناډا

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو وویل چې هیواد یې "په زغرده د اسرائیل په وړاندې د ایران هوایي بریدونه غندي."

ټروډو په یو بیان کې وویل: "موږ له اسرائیل سره ولاړ یو. د اکټوبر په اوومه د حماس له وحشیانه برید څخه د ملاتړ وروسته، د ایران د رژیم وروستي اقدامات به سیمه نوره هم بې ثباته کړي او تلپاتې سوله به لا ستونزمنه کړي."

هغه زیاته کړه: "موږ د دې بریدونو په وړاندې د ځان او د خپلو خلکو د دفاع لپاره د اسرائیل د حق ملاتړ کوو."

ایټالیا

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وویل چې هیواد یې وضعیت په "پاملرنه او اندیښنې" سره تعقیبوي او "د هر ډول سناریو اداره کولو ته چمتو دی".

ایران ویلي چې دا بریدونه یې په سوریه کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسرائیل د برید په غبرګون کې کړي او که اسرائیل دا ډول بریدونو ته دوام ورکړي د تهران غبرګون به نور هم سخت وي.

اسرائیل تر اوسه د ایران پر کونسلګرۍ د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی چې د سپاه پاسداران دوه جګپوړي قوماندانان پکې ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG