د لاس رسي وړ اتصالات

ورلډ ویژن موسسه: د نړیوالې ټولنې نننۍ مالي پریکړې د افغان ماشومانو راتلونکی ټاکي


د ورلډ ویژن غیر دولتي موسسه وايي، چې په افغانستان کې د ګواښونو سره د مخ په زرګونو افغان ماشومانو راتلونکی د نړیوالې ټولنې د نن ورځې د پریکړو پراساس ټاکل کیږي.

افغانستان کې ددغې موسسې نوي رئیسې تمیندري دې سیلوا هرات ولایت ته د سفر پر مهال په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د واقعیتونو کتل له هغه څه څخه زیات دي، چې په راپور یا مقاله کې کیدای شی په اړه یې خبرې وشي.

میرمن دې سیلوا افغانستان کې بشري اړتیاو ته په اشارې ویلي، چې نړیواله ټولنه په دې باندې اخته ده، چې د طالب اوسنیو چارواکو سره له څرنګه تعامل څخه کار واخلي، خو کوم افغانان چې د ډیر زیات ګواښ سره مخ دي، په تمه نشي پاتې کیدلی ترڅو دغو پوښتنو ته په یو ځل د تل لپاره ځواب ورکړل شي.

میرمن دې سیلوا وویل: "د اساسي اړتیاو مالي ملاتړ برابریدل د افغانستان د اقتصاد د بیا پیاوړي کیدو په برخه کې یوه عاجله اړتیا ده. مونږ د نړیوالې ټولنې پریکړې، ته چې د ۲۰۲۳ کال پاتې میاشتو لپاره نیول شوي وګورو، ځکه چې دا پریکړې د ګواښ لاندې افغان ماشومانو راتلونکی په جوړولو کې ټاکوونکی رول لري".

ورلډ ویژن د هغو ماشومانو د لاس نیوی په برخه کې کار کوي، چې د لوږې او نورو ناسمو عواملو له امله په سختو شرایطو کې ژوند کوي. دغه موسسه د روغتیا په برخه کې هم فعالیت کوي .

ددې موسسې رئیسه وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې له ۲۹.۲ میلیونو څخه زیات شمیر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې اتیا فیصده کورنۍ د خوراکي توکو د برابرولو لپاره قرض اخلي او زیات شمیر کورنۍ قرضداره شوي دي.

ورلډ ویژن رئیسې ویلی: "لکه څنګه چې د افغانستان خلک انعطاف مننوونکي دي، شاوخوا شپږ میلیونه افغانان د خوړو د شدید نه مصونیت سره مخ دي او له دریو میلیونو څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي".

پر ښځو محدودیتونه

تمیندري دې سیلوا وايي، چې په افغانستان کې د مرستې رسونې په موسسو باندې لګیدلي محدودیتونه، چې په دغه هیواد کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره په هڅو بوخت دي ددغو موسسو په فعالیتونو باندې ناسمه اغیز کوي په ځانګړي ډول د ښځو پر کار بندیز.

میرمن دې سیلوا وویل: "زه د یوې ښځې په توګه دلته د ورلډ ویژن د فعالیتونو مشري کوم ددغه وحشتناک امتیاز څخه برخمنه یم چې د لیدو وړ اوسم او دا واقعیت انځور کړم، چې ښځې کولی شي په بشپړ ډ‌ول د افغانستان د یوې ښې راتلوونکی لپاره مشارکت ولري. د کلنو راهیسې زما ښځینه همکارانې، چې دلته کار کوي د پام وړ احتمالاتو پر خلاف او ماته الهام راکوي".

میرمن دې سلوا په دې باور ده، چې که چیرې دا ټول بندیزونه په یوه شپه کې هم لیرې شي افغانستان د بشري مرستو د خطرناکو سرچینو د کمبود د هڅو سره مخ دی.

دغه اداره وايي، چې د اګسټ د میاشتې په پیل کې افغانستان لپاره په ۲۰۲۳ کال کې د اړتیا وړ د ۳.۲ میلیاردو ډالرو یوازې ۲۵ فیصده یې مرستې رسونې ادارو ته برابر شوي و.

میرمن دې سلوا وايي، چې پر غیردولتي موسسو د لګیدلو محدودیتونو سره سره د ورلډ ویژن موسسې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له یو میلیون څخه زیاتو تر ګواښ لاندې افغانانو او ۵۰۰ زره ماشومانو سره مرستې کړي دي.

میرمن دې سلوا وویل: "د مرسته کوونکو دولتونو څخه دغه ډول کتنې ته اړتیا ده. په داسې حال کې، چې د سرچینو او د بشري اړتیاو ترمنځ یو درز د پراخیدو په حال کې دی د نړیوالې ټولنې له خوا د ستونزو هوارولو لپاره د اوږدې مودې همغږو هڅو ته اړتیا ده- ددې لپاره ژمی راروان دی او دا موسم خپل ګواښونه له ځان سره لري اوس دې ته اړتیا ده".

د ۲۰۲۰ کال په پرتله افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې ډیرې کمې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په دغه هیواد کې ۱۹.۹ میلیونه وګړي د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي او په ځانګړي ډول له یو میلیون څخه زیات کسان په بیړني ډول په لوړه کچه د خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه پروګرام دمخه ویلي و، چې په افغانستان کې اوس مهال ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو پرته ویدیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG