د لاس رسي وړ اتصالات

یان ایګلنډ: یوازې بشري مرستې د افغانانو اوږدمهاله اړتیاوې نشي پوره کولی


د ناروې د کډوالو د شورا رئیس یان اګلنډ
د ناروې د کډوالو د شورا رئیس یان اګلنډ

د ناروې د کډوالو د شورا رئیس یان ایګلنډ وايي، چې افغانستان کې لا هم بشري وضعیت د ګواښونو سره مخ دی، خو ددې سره سره ددغې موسسې نارینه او ښځینه کارکوونکو په دغه هیواد کې ښځو او سړیو ته مخامخ مرستې رسولې دي.

یان ایګلنډ د چهارشنبې په ورځ سپتمبر۱۳ (وږي۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د زیاتو ستونزو سره سره د ناروې د کډوالو شورا د خپلو پروژو له لارې افغانستان کې خلکو ته اساسي مرستې رسولي دي.

ښاغلي ایګلنډ ویلي: "د زیاتو ستونزو سره سره د ناروې د کډوالو شورا د خپلو پروژو له لارې خلکو ته اساسي مرستې رسولي، خو د مرستې رسونې ټیمونه مخ په زیاتیدونکي ډول د بودیجې د کمبود سره مخ دي. مونږ د بشري حقونو اوب شري اصولو څخه د ملاتړ لپاره کابل ته د لا نورو بهرنیو دپلوماتانو ستنیدلو ته اړتیا لرو ".

د ناروې د کډوالو د شورا رئیس د چهارشنبې په ورځ افغانستان سره د مرسته کوونکو موسسو د لوړپوړو چارواکو د یوغونډې د جوړیدو او په دغه هیواد کې د مرستې رسونې په بهیر د بحث یادونه هم کړې، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

همداشان یان ایګلنډ، افغانانو سره د بشري اضطراري مرستو ترڅنګ د مرسته کوونکو ادارو له خوا د انکشافي پروژو په بیا پیلیدو ټینګار کړی او ویلي دي، چې یوازې اضطراري بشري مرستې د افغانانو اوږدې مودې اړتیاوې نشي پوره کولی.

ښاغلي ایګلنډ ویلي: "مرسته کوونکي د انکشافي مرستو د بیرته پیلیدو له لارې باید دوامداره مرستې برابرې کړي. افغانان د بل هر وخت څخه زیات د نړیوالې ټولنې ډله ییزې ښکیلتیا ته اړتیا لري".

د ناروې د کډوالو شورا رئیس وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د مرستې رسونې په ادارو کې د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه د روان کال د مۍ په وروستیو کې یې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې په دې مسله په کندهار کې د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې کړې وې.

ښاغلي ایګلنډ د مۍ ۲۴ (غوايي ۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي و، چې په مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار تر پنځو میاشتو بندیز وروسته، نوموړي په کندهار کې د طالب مشرانو څخه اړمنو افغانانو ته د بشري مرستې د رسولو په موخه،‌ د ناروې د کډوالو په شورا کې د ښځينه کارکوونکو د کار د بیا پیل لپاره دمهال ويش غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي و، چې يوازې ښځې کولاى شي ښځو ته لاسرسي ولري او دغه اداره به يوازې د نارينه کارکوونکو په مرسته فعاليت ونه کړي.

ښاغلي ایګلنډ ویلي و: "په کندهار کې د طالبانو مشرانو ويلي هغه لارښوونې چې ښځو ته اجازه ورکوي چې کار ته راستانه شي او د نجونو زده کړې بېرته پيل کړي، نږدې بشپړ شوي دي. موږ پدې برخه کې د ژر تر ژره پرمختګ غوښتونکې یوو، ځکه چې وخت په تېرېدو دی، لګښتونه او بودیجه راټېټه شوې او د خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي."

د ناروې کډوالو د شورا مشر وايي، د طالبانو مشران استدلال کوي چې د نړیوال مالي‌سیسټم څخه د افغانستان ایستل، د پراختیايي مرستو بندول، د حکومت په رسمیت نه پیژندل او د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګل کول د اقتصادي کړکیچ لامل شوي دي.

خو افغانستان ته د ناروې د کډوالو د شورا د رئیس د سفر وروسته کندهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز پریکړه بیرته عملي کړه.

د ناروې د کډوالو د شورا رئیس افغانانو سره د اضطراري بشري مرستو ترڅنګ د انکشافي پروژو د پیلولو لپاره د نړيوالې ټولنې څخه د پیسو د برابرولو َغوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي په دغه هیواد کې د خپلو بشري مرستو د پروژو د تمویل لپاره د پیسو د سخت کمبود سره مخ ده.

همداشان د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام اوس مهال په میاشت کې یوازې درې میلیونو مرستو ته اړو کسانو سره مرسته کولی شي

د خوړو د نړیوال پروګرام "ډبلیو ایف پي" د افغانستان د دفتر مشره شا و وې لي وايي، چې په افغانستان کې د ژمي د موسم د پیلیدو دمخه هغو کورنیو سره د مرستو د چمتو کولو لپاره وخت په چټکۍ سره مخ په خلاصیدو دی، چې د مالي منابعو د کمبود له امله دا پروګرام ورسره اوس مهال مرسته نشي کولی او د راروان ژمي په موسم کې به یې د وارو د اورښت له امله د هغوی سیمو له لارې بندې شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر"ډبلیو ایف پي" د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د میرمن شا و وې لي، یو لنډ ویډیوي پیغام خپور کړی، چې په کې هغې د لوږې او سخت ژمي له امله د هغو سمیو څخه د کورنیو د کډه کیدو د اړتیا یادونه کړې، چې په ژمي کې به ورته لازمې مرستې ونه رسیږي.

میرمن شا و وې لي ویلي: "ډیر کسان به د سخت ژمي، چې د هغوي ټول کلی د مرستو د ترلاسه کولو له بهیرڅخه د وارو د پریوتو له امله پرې شي خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شي ترټولو زیات چې د ستونزو سره به مخ شي ښځې او ماشومان دي ".

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشره وايي، چې په افغانستان کې د څلویښت کلنو څخه د زیاتې مودې جګړې او ناسم اقتصادي وضعیت او د اقلیم بحران د افغانانو ژوند لا تریخ کړی دی.

هغې ویلي: "د دغې کسیې له سره د لیکلو لپاره لا هم د فرصت یوه کوچنۍ کړکۍ شته دی. ډبلیو ایف پي افغانستان کې ۲۱ میلیونو وګړو لپاره چې نه پوهیږي راتلونکي خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري ".

په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم نړیوالې ټولنې دغه هیواد سره خپلې بشري مرستې ډیرې کمې کړې او د انکشافي پروژو د تمویل لپاره خپلې ټولې مرستې بندې کړې، چې ورسره دغه هیواد د اقتصادي بحران سره مخ شو.

که څه هم نړیوالې ټولنې په ځینو برخو کې خپلې مرستې بیرته پیل کړي دي خو اکثره دا مرستې د بشري اضطراري مرستو په بڼه ترسره کیږي او د افغانستان بانک شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني لا هم د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا کنګل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG