د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: که بودیجه ترلاسه نکړو، له افغانستان څخه وځو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشره میرمن سینډي مک کین وايي، په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د سخت کمبود سره مخ ده او که بودیجه ترلاسه نکړي، بله میاشت به په بشپړ ډول په دغه هیواد کې خپل فعالیتونه بند کړي.

میرمن سینډي مک کین د یکشنبې په ورځ سپتمبر۱۷(وږي ۲۶) د امریکا د "اې بي سي" تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اکتوبر په میاشت کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره بودیجه نلري.

میرمن مک کین وویل: " افغانستان لپاره د یو څه بودیجې د ترلاسه کولو پرته مونږباید چې د اکتوبر په میاشت کې په بشپړ ډول له دغه هیواد څخه ووځو".

میرمن سینډي مک کین وویل، چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په تیرو ۶۰ کلنو کې په لومړي ځل د بودیجې د کمبود سره مخ شوی دی، چې له امله یې دغه پروګرام په افغانستان، بنګلذیش، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایتي، اردن، فلسطین، جنوبي سوډان، سومالیه او سوریې کې د خوړو د مرستو د ویشلو په خپل پروګرام کې د پام وړ کموالی راوړلو ته اړ شوی دی.

میرمن سینډي مک کین وویل د یوې خوا د کرونا وبا، اقلیم بدلون او جګړو په نړیواله کچه خوړو ته د خلکو د اړتیا د زیاتیدو له امله د "ډبلیو ایف پي" پروګرامونه پراخه شوي او د بلې خوا دغه پروګرام ته د بودیجې د برابرولو په برخه کې په نړیواله کچه لیوالتیا هم کمه شوې ده.

میرمن مک کین وویل: " اساسآ هغوی به ددې حالت څخه وکړیږي، چې د خوړو د ترلاسه کولو توان نلري".

د خوړو د نړیوالې پروګرام ادارې د مشرې ددغو څرګندونو دمخه د دغه پروګرام نورو چارواکو هم د بودیجې د کمبود یادونه کړې وه، خو دا لومړی ځل دی، چې ددغه پروګرام مشره په دې اړه د یو بشري ناورین د پیښیدو په باب خبرداری ورکوي.

افغانستان لپاره د خوړو د نړیوالې پروګرام د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي د سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) ویلي و، چې په افغانستان کې د ژمي د موسم د پیلیدو دمخه هغو کورنیو سره د مرستو د چمتو کولو لپاره وخت په چټکۍ سره مخ په خلاصیدو دی، چې د مالي منابعو د کمبود له امله دا پروګرام ورسره اوس مهال مرسته نشي کولی او د راروان ژمي په موسم کې به یې د واورو د اورښت له امله د هغوی سیمو ته غزیدلې لارې بندې شي.

د خوړو نړیوال پروګرام سره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو د کمیدو له امله دغه پروګرام په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې په پرله پسې ډول مرستو ته اړو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کمې کړي دي.

دغه پروګرام د جولای نهم ( چنګاښ ۱۸) په افغانستان کې د لوږې سره د مخ شویو ۱۵ میلیونو افغانانو له ډلې د لس میلیونو کسانو سره د د بودیجې د کمښت له امله د مرستو د بندیدو خبر ورکړی و.

خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي ویلي و، چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک د سختې لوږې سره مخ دي او د خوړو نړیوال پروګرام ددغه شمیر یوازې ۵ میلیونو کسانو ته د خوړو مرستې برابرولی شي.

ډبلیو ایف پي وویل، چې ددې وروسته به دا پروګرام هره میاشت یوازې درې میلیون مرستو ته اړو افغانانو سره مرستې وکړای شي.

د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د بشري مرستو د کمیدو وروسته ملګري ملتونه دې ته اړ شو، چې د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶ میلیاردو ډالرو په خپله غوښتنه بیا کتنه وکړي او په کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر کم کړي، خو لا هم نړیوالې ټولنې ملګرو ملتونو ته دا پیسې نه دي برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG