د لاس رسي وړ اتصالات

شي جین پینګ د درېیمې دورې دپاره د چین د کمونست ګوند رهبر شو


شي جین پینګ، د چین ولسمشر
شي جین پینګ، د چین ولسمشر

د چین ولسمشر شي جین پینګ د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم اوله) په بې ساري ډول ددغه هېواد د کمونیست ګوند له خوا د دریمې پنځه کلنې دورې دپاره په رسمې ډول د مشر په توګه ونومول شو.

۶۹ کلن شي جین پینګ له ۲۰۱۲ کال راهیسې په واک کې دی. هغه په دې وروستیو لسیزو کې د چین ترټولو ځواکمن رهبر ګڼل کیږي، او داسی ویل کیږي چې هڅه کوي د ټول عمر لپاره په واک کې پاتې شي.

هغه ژمنه کړې چې د هغه په رهبرۍ کې به په چین کې د نړۍوالو لپاره زیات فرصتونه برابر شي، چین به په خپلې ټیکنالوژۍ اتکا زیاته کړي، پوځي پرمختګ ته به وده ورکړي، او د چین بهر به د بیجنګ ګټې خوندي وساتي.

تېره اوونۍ د کمونیست ګوند شلمې کنګرې ته په وینا کې ولسمشر شي د متحده ایالاتو نوم یاد نکړ. خو پیغام یې روښانه و، او هغه دا چې: بیجینګ به د تایوان په شمول د لویدیځ د ګواښونو په وړاندې خپل ځواک دوه چنده کړي.

هغه وویل: "مونږ د ځواک له کارولو نه په شا کیږو، او دا اختیار لرو چې ټول اړین ګامونه پورته کړو."

د کمونیست ګوند په کنګره کې د دریمې دورې دپاره د رهبر په توګه د شي جین پینګ د پاتې کېدو برسيره د چین د بهرنۍ تګلارې د لا پیاوړتیا پرېکړه وشوه. دا کار بیجنګ د بایډن له ادارې سره په ټکر کې اچوي.

د امریکا دریځ

نظرسنجۍ ښيي چی د نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو په منځنۍ دورې ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي ښايي د استازو د مجلس کنترول وګټي، او متحده ایالات به "د چین په وړاندې خپلی سختې پالیسۍ" ته دوام ورکړي.

د نومبر په اتمه نېټه کېدونکو منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د بریا په صورت کې به، د استازو په جرګه کې اوسنی د اقلیت مشر کیون مک کارتي ددغې جرګې مشر وټاکل شي او دا به پر بایډن فشار ډیر کړي چې د چین په وړاندې سخت دریځ ونیسي.

ښاغلي مک کارتي وویل: "د۵۰ کلونو راهیسې د چین کمونست ګوند د امریکا پر لارو چارو، اقتصاد، روزګار، شرکتونو، کلتور، ادارو او زمونږ پر راتلونکي بریدونه کړي دي."

په عین وخت کې د امریکا کانګرس د یوې قانوني لایحې په سر کار کوي تر څو د تایوان د خودمختاره ټاپو پوځي ظرفیتونه د چین د احتمالي تجاوز په وړاندې قوي کړي. بیجینګ تایوان ته د خپل هیواد د یوه جلا شوي ولایت په سترګه ګوري.

د کانګرس ځینو جمهوري غوښتونکو غړو د تدارکانو له امنیت څخه نیولې د کرونا وبا د اصلي منبع په هکله تر څېړنو پورې د سخت دریځ نیولو ژمنه کړې تر څو ثابته کړي چې ولسمشر بایډن د چین په وړاندې له نرمې ژبې او روش څخه استفاده کوي.

په کانګرس کې د دیموکراتانو په اکثریت کې د پاتې کېدو په صورت کې هم بایډن ښايي د چین په وړاندې سخت دریځ وساتي او په دې اړه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلارو ته دوام ورکړي. په دغو تګلارو کې پر چینايي اجناسو باندې د تعرفو د لوړولو او په هند-آرم سمندر کې د چین د نفوذ د مهارولو اقدامات شامل دي.

د سټیمسن د مرکز څیړونکې یو سن وايي، د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کی چینایانو تمه درلوده چی ډیموکراتان بریالي شي. هغې وویل: "خو د بایډن د جمهوري ریاست له دوو کلونو وروسته چینایان باوري شول چی د چین په هکله د دواړو دریځ یو شی دی. په چین کې ځینې خلک خو لا فکر کوي چې د بایډن پالیسي د چین په وړاندې یو څه سخته ده."

که جمهوري غوښتونکي د کانګرس کنترول په لاس کې واخلي نو کارپوهان وایي، دا کار به د اقلیم د بدلون په څېر د نړیوالو ننګونو سره د مبارزې په رڼا کې، له چین سره د ستراتیژیکې سیالۍ دپاره د بایډن د دریځ په اړه نورې پوښتنې راولاړې کړي.

XS
SM
MD
LG