د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي: په حوثي یاغیانو به هوایی حملې جاری وي


دغه نقشه د سعودي په مشری د ایتلاف هغه هیوادونه ښکاره کوي چې په یمن کې د یاغیانو پرضد جوړ شوي دی
دغه نقشه د سعودي په مشری د ایتلاف هغه هیوادونه ښکاره کوي چې په یمن کې د یاغیانو پرضد جوړ شوي دی

د سعودي عربستان یوه نظامي نطاق برید جنرال( احمد اسیری) ویلي دي چې په یمن کې د حوثي په شیعه یاغیانو باندي به د سعودي په مشري هوایي حملې تر هغو دوام ولري چې د یمن د حکومت د ساتني او حفاظت د پاره ورته ضرورت وي.

دغه نطاق پرون د جمعې په ورځ وویل چې د یمن د حکومت دفاع کول د دې عملیاتو لوی هدف دی. په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر ( عادل الجبیر) هم ویلي دي چې د دې حملو هدف د یمن په نیولو کې د تندلارو ملیشو مخنیوی دی.

همداراز پرون د سعودي عربستان او مصر جنگي کښتۍ د یمن په ساحل کې د

( باب الحندب) مهمي ستراتیژیکي آبنا ته استول شوي دي. باب الحندب د مصر د ملي امنیت د پاره د سمندر یوه مهمه لار ده.هغه د سرې بحیرې نه د سویس کانال ته د کښتیو د رسیدو مهمه لار هم ده.

د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په مشري د یمن په پایتخت صنعا کې دننه او د هغه په شاوخوا کې د حوثي شیعه گانو په نظامي اډو باندي بمباریو دوام درلود.

نظامي چارواکو وویل چې د « صدا» په شمالي ولایت کې چې د حوثي یاغیانو اصلي ځای دی هم هوایي حملې شوي دي. د عربو د سمندر گي د ( شقرا) د بندري ښارگوټي اوسیدونکو د رویترز خبري آژانس ته وویل چې حوثي جنگیالیو دغه ښارگوټی نیولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ( جیف راتکي) وایي چې امریکا په داسي حال کې چې د سعودي عربستان د هوایي حملو ملاتړ کوي، عمومي هدف یې سیاسي حل لاره ده.

XS
SM
MD
LG