د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د دوه میاشتو په موده کې په یمن کې ۴۷ ماشومان وژل شويدي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق " یونیسف" د شنبې په ورځ مارچ دولسمې ( کب ۲۱) وویل چې په یمن کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې په دغه هیواد کې ۴۷ ماشومان وژل شوي یا معلول شویدي.

یونیسف ویلي په یمن کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د جنګ په زیاتېدو سره شاوخوا سل زره ماشومان وژل شوي یا ټپیان شویدي.

د یمن لپاره د یونیسف استازي فلیپ دومیلې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل:" د یمن په بیلابیلو برخو کې د روان عیسوي کال په دوه میاشتو کې ۴۷ ماشومان وژل شوي یا هم معلول شویدي."

په بیانیه کې ویل شویدي:" په یمن کې شاوخوا ۷ کاله مخکې د جنګ په زیاتېدو سره ملګرو ملتونو د ۱۰۲۰۰ ماشومانو وژنه او ټپي کېدل تائید کړي، د وژل شویو ماشومانو اصلي شمیره له دې ډیره لوړه ده."

د اوکراین د پارلمان یوه غړي د پنجشنبې په ورځ وویل چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د دوه هفتو په موده کې شاوخوا ۷۱ ماشومان وژل شوي او له ۱۰۰ زیاتو ټپیان شویدي.


د ایران پلوه حوثي یاغیانو او سعودي پلوه حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې د مستقیمو او غیر مستقیمو عواملو له امله په یمن کې په سلګونو زرو خلک وژل شویدي.

د نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام اټل کړی و چې د ۲۰۲۱ کال ترپایه ښايي د جنګ، لوږې، د ناپاکو اوبو او ناروغۍ له امله په یمن کې ښايي ۳۷۷۰۰ خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ښاغلی دومیلې وویل:" تاوتریخوالي اونورو ناخوالو د میلیونونو ماشومانو او کورنیو په ژوند ناوړه اغېزه کړېده."

د یونیسف په بیانیه کې ویل شويدي:" دایې وخت دی چې دیمن شخړې ته یوه سیاسي حل لاره پیداشي چې خلک یې له خپلو ماشومانو او کورنیو سره په سوله کې ژوند وکړي."

جګړې په یمن کې د عامې روغتیا او پوهنې په شان د ژوند لومړني خدمات له منځه وړي، په میلیونونو کسان یې بې ځایه کړي او د دغه هیواد ۸۰ فیصد نفوس یې بهرنیو مرستو ته محتاج کړی.

له ۲۵۰۰ زیات ښوونځي له کاره لویدلي، د یونیسف د معلوماتو له مخې دغه ښوونځي یا وران شوي، یا ورڅخه د پوځي مقاصدو لپاره کار اخیستل کیږي او یاهم د بې ځایه شوو خلکو د سرپناه په توګه کارول کیږي.

د جنورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په یوه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي و چې د حوثي یاغیانو په لیکو کې جلب شوي ۲۰۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ او ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې پورې په جنګ کې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG