په ټول هیواد کې ۲۵۶۵ کاندیدان دا ځل د پارلمان دوه نیم سوه څوکیو ته په ټاکنیزو مبارزو بوخت دي، د اکټوبر شلمه به خلک دغو کاندیدانو ته رایې ورکړي او وبه لیدل شي چېڅومره ځوانان پارلمان ته لاره پیدا کوي.
د نویو او ځوانو کاندیدانو په اړه نظریات مختلف دي، ځېنی ېې د بدلون نښه بولی خوځینی وايي چې پکارده پارلمان ته پوه ا وباتجربه کسان ورشي.
که څه هم د ټاکنو کمیسیون د عمر په لحاظ د پارلماني ټاکنو د کاندیدانو کټګورۍ نه لري، خو ویل کیږي چې دا ځل د ولسي جرګې په ټاکنو کې له ۶۵ سلنې زیات لا زیات داسې ځوان کاندیدان تشکیلوي، چې عمرونه یې له پنځه دیرشو کلونو را ټيټ دي.
ځینی ځوانان داهم وايي چې په ځوانانو کې د سترو بډایانو او ستر غاصبینو زامن هم شته چې دهېواد په بحراني حالاتو کې ېې پېسې پېداکړي دي.