د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې ځوانان د پولیو واکسین په اړه عامه پوهاوی کوي


کونړ کې د ځوانانو لسګونه ټولنې د پولیو واکسین په اړه د دې ولایت په ولسوالیو کې عامه پوهاوی کوي چې خلک باید خپلو ماشومانو ته د پولیو د مخنوي واکسین ورکړي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د ځوانانو امر صادق سیار وايي، ولسوالیو کې د ځوانانو لسګونه ټولنې فعالیت لري، چې د نورو فعالیتونو ترڅنګ خپلو سیمو کې د پولیو واکسین په اړه هم عامه پوهاوی کوي.

هغه وايي، بهیر په ډېرو سیمو کې ګټوره هم ثابته شوې، ځکه په لرې پرتو سیمو کې ډېر خلک په دې نه پوهېدل چې خپلو ماشومانو ته واکسین ولې وکړي.

هغه زیاته کړه:" موږ په ولسوالیو کې ډېره هڅه کړې ده چې او لسګونه ټولنې موږ سره راجستر دي، د دغو ټولنو له لارې موږ په لرې پرتو ساحو کې عامه پوهاوی کړی دی او لا هم دوام ورکوو چې دې چارې ګڼې انکاري کورنۍ هم دې ته حاضرې کړې دي چې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي."

صادق سیار زیاتوي، که څه هم دوی په رسمي ډول له روغتیایي ادارو مرسته نه ده غوښتې، خو له خپل مسولیت ګڼي چې، خلکو ته پوهاوی ورکړي.

د وټه پور ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مشر رسول محمد خاکسار امریکا غږ ته وویل،د ټولنې غړي یې له هرې سیمې او درې شته دی، چې وخت په وخت خپلو کلیو او بانډو کې خلکو ته د پولیو واکسین په اړه عامه پوهاوی کوي.

ده زیاته کړه:" موږ چې هره میاشت دلته غونډه لرو او راټولېږو نو د سر موضوع مو همدا وي چې باید خلک د واکسینو په اهمیت پوه شي او همدا شان د کرونا په اړه هم اوس موږ عامه پوهاوی کوي. دا زموږ دنده ده او تر سره کوو یې."

خو دا اوس هم د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله والو ډلو د مخالفت او امنیتي ننګونو له امله تر څلوېښت زره ډېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG