د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین له تطبیق څخه انکار کول، معقولیت نه لري ـ دیني عالمان


په افغانستان کې يو شمېر ديني عالمان وايي، هغه کورنۍ چې له ګوزڼ ضد واکسين سره مخالفت لري، خپلو ماشومانو ته د دغه واکسين له تطبيق څخه د انکار هيڅ معقول دلايل نه لري.

سره له دې چې د پوليو ويروسي ناورغۍ د خطر او د ګوزڼ ضد واکسين په هکله عامه پوهاوی پراخ شوی، يو شمېر کورنۍ لا هم د مخالفت له امله خپلو ماشومانو ته دغه واکسين نه ورکوي.

يو شمېر ديني عالمان وايي، چې دا ډول کورنۍ پرته له دې چې معقول دلايل وړاندې کړي، په دې ګومان چې ګوندې دا واکسين د شنډيدو لامل ګرځي، له خپل مخالفت لاس نه اخلي.

د خوست يوه يني عالم عبدالواسع سعيد امریکا غږ ته وويل، چې د ماشومانو روغتيا ته پاملرنه له اسلامي واجباتو څخه ګڼل کيږي او په دې برخه کې بې غوري له اسلامي احکامو سره په ټکر کې عمل دی.

"تر ډېره دوی داسې مستند دلايل نه لري چې له واکسينو نه انکار کوي. د ځينو خلکو له لوري په عادي ډول د واکسين په اړه خپل نظر څرګندوي، دوی د دغو نظرونو ښکار کيږي”.

د روغتيا نړيوال سازمان يا ”ډبليو اېچ او‟ د شمېرو له مخې په وروستي کمپاين کې چې فبرورۍ کې ترسره شوی، څه باندې ۱۴ زره ماشومان د خپلو کورنيو د انکار له امله له پولیو ضد واکسين څخه محروم شوي دي.

د پوليو ويروس تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د دايمي فلج لامل ګرځي، چې بيا هيڅکله تداوي نلري.

بل ديني عالم عبدالقدوس د دغه ويروس په له منځه وړلو کې د کورنيو ونډه اسلامي وجيبه بولي.

هغه وويل: ”هيچا نده ثابت کړې، چې په دې کې د اسلام له نظره خلاف مواد کارول شوي دي. دا د روغتيا مسئله ده، بايد ماشومانو ته ورکړل شي. په مجموع کې ټول ولس مسووليت لري، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل د فلج له ناروغۍ څخه خلاصون ومومي‟.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغۍ مثبتې پېښې لري.

XS
SM
MD
LG