د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین د ګټو او عامه پوهاوي په موخه د دیني عالمانو رول


د فراه ولایت اوسېدونکي وایي، دا چې پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال دی، نو دینی عالمانو ته پکار ده، چې عام خلک د پولیو واکسین په ګټو پوه کړي او دیته یې وهڅوي ، چې خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

د مذهبي او کلېوالې خلکو په منځ د پولیو واکسین د ګټو او عامه پوهاوي په موخه د دیني عالمانو رول ډیر مهم بلل کیږي.

د فراه د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق هم د پولیو واکسین د عامه پوهاوي په اړه د دیني عالمانو رول ډیر زیات مهم ګني او له دیني عالمانو غواړي، چې په جوماتونو او خطبې لمونځونو پر مهال خلک پولیو واکسین ته وهڅوي.

" موږ پوهېږو چې د پولیو واکسین په اړه د خلکو رول ډیر زیات مهم دی. نو ځکه مونږ تل د دیني عالمانو سره په ارتباط کې یو او دیني عالمانو سره مو په دې اړه خبرې کړي، دوی هم زموږ سره ژمنه کړې چې د جمعې ورځو خطبو کې خلکو ته د پولیو واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړو".

د فراه ولایت یو تن اوسېدونکۍ عبدالبصیر امریکا غږ ته وویل:

" افغاني ټولنه ډیني او مذهبي پښو ولاړه ده او غوښتنه مو د ملایانو څخه داده چې د ګوزڼ واکسین په اړه خلک وپوهوي. ځکه په افغانستان او خاص ډول فراه کې د دیني عالمانو خبرې ډیر زیات ارزښت او اغیزه لري. نو دوی باید د ماشومانو د فلج په ورکولو ګې له خپل ولس سره مرسته وکړي".

په همدې حال کې د فراه ولایت دیني عالمان د اسلامي قانون او احادیثو له مخې پولیو واکسین حلال ګڼي.

د فراه یو تن دیني عالم مولوي امیرجان آغا وایي، پولیو واکسین د اسلام او ټولو دیني عالمانو د فتوا له مخې حلال دی او باید د فلج مخنېوي لپاره ټولو ماشومانو ته ورکړل شي.

" تر ټولو غوره لار داده چې د فلج مخنېوي لپاره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي، ټولو علماوو هم ماشومانو ته د پولیو واکسین په اړه صلاح او مشوره یوه کړي، چې باید ماشومان د واکسین په واسطه له نا اعلاجه ناروغیو څخه وژغورل شي".

د فراه اوسېدونکي پدې باور دي، که ټول دیني عالمان د پولیو واکسین په اړه له روغتیا پالانو سره همکاري وکړي، نو ډیر ژر په لرې پرتو سېمو کې د واکسین پر ړاندې شته ستونزې حل شي.

XS
SM
MD
LG