د لاس رسي وړ اتصالات

د بالیووډ مسلمانه اداکاره: نور فلمونه نه کوم، د مذهب نه لیرې کیږم


زایره وسیم د عامر خان سره
زایره وسیم د عامر خان سره

د هندي فلمونو مسلمانه اداکاره زایره وسیم وایي چې نور فلمونه نه کوي، ځکه د دین او ایمان نه یې لیرې کوي

د هندي فلمونو یوه اتلس کلنه مسلمانه اداکاره زایره وسیم چې د مشهور اداکار عامر خان سره یې په دوو فلمونو، دنگل او سیکرټ سپرسټار کې اداکاري کړي وه او زیاته مشهوره شویده، وایي چې نور به په فلمونو کې کار نه کوي ځکه چې دغه یې د خپل دین (اسلام) نه لیري کوي

زایره وسیم په خپل فیسبک ولیکل چې د تیرو اوو کلونو نه په هندي فلمونو کې کار کوي، خو چې فلمونو ورته کومه پیژندگلو ورکړیده، هغه یې خوښه نه ده. هغې وویل چې هغه په غیرشعوري توگه د ایمان نه لیرې لاړه. هغې زیاته کړه:

"زه د خپل فکر او وجدان لپاره د خپل اروا سره په جنگ وم، غوښتل مې چې خپل ایمان پوخ کړم خو زه بیخي ناکامه شوم. دا یو ځل نه خو څو ځله وشوه. ما په یو داسې چاپیریال کې کار کاوه چې هغه زما د ایمان سره په ټکر کې و او د مذهب سره یې زما اړیکه د گواښ سره مخامخ کړه. زما کار زما په عقیدې اغیز کاوه."

د زایره وسیم د دغه اعلان نه وروسته د بالیووډ د اداکارونو په شمول گڼ شمیر مینه والو یې په دغه پریکړې ډول ډول تبصرې وکړې.

ځینو کسانو د هغې په پریکړې انتقاد وکړ نو ځینو نورو بیا د هغې د پریکړې نه دفاع وکړه.

د هندي فلمونو پروډیوسر امتیاز حسین په ټویټر ولیکل:

"د زایره وسیم د پریکړې درناوې کوم خو هغه پدی کې مذهب او عقیدی نه شي راوستلی. هغه نور کسان چې په فلمونو کې کار کوي، ایا هغه گناهگاره دي؟"

د سرینگر مسلمان سیاستمدار عمر عبدالله د هغې د پریکړې دفاع وکړه. هغه په خپل ټویټر ولیکل

"مونږ څوک یو چې د زایره وسیم د خپل ژوند په اړه په پریکړو سوال پورته کړو. هغه دې هغه څه کوي چې په څه خوشحالیږي، مونږ ته پکار ده چې هغې ته د ښه راتلونکی هیله ولرو."

د زایره وسیم په دغې پریکړې نه یواځې په ټولنیزو رسینو په زرگونو ټویټونه وشول خو د هند ځیني مشهور خبریالانو چې پکې برکا دت شامله ده، په ټلویژون خپرونې هم وکړی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG