د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شوې


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، شرایطو ته په کتو تر بل هر وخت د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره شوې ده.

ښاغلی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره خپل وروستۍ لیدنه مثبته بللې او وايي، د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره به د امریکا د متحده ایالاتو هڅې ادامه ولري.

نوموړي ویلي چې امریکا به په دغه بهیر کې ګټور رول تر سره کړي.

ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې نن دوشنبه په ارګ کې له ولسمشر غني سره د خپل کاري سفر او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره د لیدنې د رپوټ شریکولو پر مهال کړي دي.

ولسمشر غني له خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال
ولسمشر غني له خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال

له ارګ څخه په دې اړه په خپره شوې اعلامیه ولسمشر غني د خلیلزاد هڅې ستایلې او ویلې چې افغان حکومت د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته پوره چمتووالی لري.

چې ښاغلي خلیلزاد په دغه کتنه کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا حکومت لخوا د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ په کابل کې د رسنیو له استازو سره لیدنه کې وویل چې د سولې د خبرو د بهیر په اړه "په احتیاط خوشبین" او "هیله من" دی.

نوموړي وویل هیله لري چې له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې وشي.

وسله والو طالبانو هم نن دوشبه په یوې اعلامیې کې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر له استازو سره د خلیلزاد لیدل تائید کړي دي.

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل دوهم سفر د نومبر میاشتې پر اتمه پیل کړی چې ویل کېږي د دغه میاشتې پر ۲۰مه یعني‌ سبا سې شنبه پای ته رسېږي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

دا په روانه میاشت کې کابل او د سیمې هېوادونو ته د ښاغلي خلیلزاد دوهم سفر دی.

نوموړي په دغه دواړو سفرونو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره وکتل.

XS
SM
MD
LG