د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی


زلمی خلیلزاد د شاه محمود قریشي سره د لیدنې پر وخت
زلمی خلیلزاد د شاه محمود قریشي سره د لیدنې پر وخت

د افغان سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خپلو روانو هڅو په دوام پاکستان ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۶مه» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره لیدلي دي.

بیان وايي، چې خلیلزاد په دغه کتنه کې د قطر خبرو او په افغانستان کې د خپلو غونډو او لیدو کاتو او د بین الافغاني خبرو په برخه کې د هلو ځلو په اړه پاکستانیو چارواکو ته معلومات ورکړل.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي:"د بهرنیو چارو ویزر د هغه «خلیلزاد»هڅې وستایلې د سولې د بهیر په برخه کې د پاکستان ژمنې بیا تکرار کړې، هغه وویل، چې بین الافغاني مذاکرات د پخلاینې د بهیر یو اساسي برخه ده"

د دغه اعلامیې له‌مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدو په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي دي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان د اقتصادي‌ او بشري پراختیا په ګټه هم ده.

زلمی خلیلزاد د روانې حمل میاشتې پر ۱۱ کابل ته راغلی و او د پنځو ورځو په اوږدو کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو ترڅنګ د سیاسي او جهادي ډلو له مشرانو سره یې د سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو په اړه پرله پسې ناستې وکړې.

ټاکل شوې نوموړی د افغان سولې په اړه د خپل شپږم سفر په دوام قطر، ازبکستان او اردون ته هم سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG