د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: ټرمپ جنگ نه غواړي خو نور یې لمسوي


ښاغلي طریف دغه خبرې په ملگري ملتونو کې د ایران ډلې ته کړیدي
ښاغلي طریف دغه خبرې په ملگري ملتونو کې د ایران ډلې ته کړیدي

د ایران د بهرنو چارو وزیر جواد ظریف وایي چې هغه پدې باور دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره جنگ نه غواړي خو نور یې لمسوي

ښاغلي جواد طریف دغه خبرې په یوې تازه مرکې کې کړیدي. هغې ویلي چې "ولسمشر ټرمپ جنگ نه غواړي خو د دی دا معنی نه ده چې هغه جنگ ته لمسول کیدی نه شي."

سپینې ماڼۍ تر اوسه پورې د جواد طریف د څرگندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

جواد طریف وویل چې د ملي امنیت مشاور جان بولټن او د اسرایلو صدراعظم بنجمن نتن یاهو ولسمشر ټرمپ لمسوي چې د ایران سره جنگ وکړي.

ظریف وویل: "هغه کسان چې داسې پالیسۍ یې جوړې کړیدي چې هغه د خبرو لاره نه برابروي. خو زه باید دا ووایم چې ایران جنگ نه غواړي خو که حمله پرې وشي نو دفاع به کوي."

د ایران او امریکا اړیکې د هغه وخت وروسته خرابې شویدي چې ولسمشر ټرمپ د ایران سره د پخواني ولسمشر اوباما د وخت د اتومي وسلو د تړون نه ووت او په ایران یې تور ولگاوه چې ایران د دغه تړون شرایطو ته درناوې نه کاوه.

XS
SM
MD
LG