د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: روسیه سوریایي "قاتلین" اوکراین کې جګړې ته ګماري 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د اوکراین ولسمشر نن د مارچ په ۱۱ (کب ۲۰) وویل چې روسیه له سوریې څخه "قاتلین" په اوکراین کې د جګړې لپاره استخداموي.

له دې دمخه مسکو ویلي وو چې د سوریې جنګیالیو ته اجازه ورکوي چې د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو سره یوځای شي.

د اوکراین ولسمشر په یوه ویدیویي وینا کې وویل: "دا جګړه د یو سرټمبه دښمن سره ده...هغه څوک چې تصمیم یې نیولی زمونږ د هیوادوالو پر وړاندې اجیر جنګیالي استخدام کړي."

هغه زیاته کړه چې د سوریې نه "قاتلین" هغه هیواد کې چې ټول شیان یې ویجاړ شوي غواړي اوکراین هم ویجاړ کړي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو، ددې هیواد د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د منځني ختیځ شاوخوا ۱۶۰۰۰ داوطلب تیار دي چې د روسي ځواکونو تر څنګ د اوکراین په ختیځ کې مبارزه وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، هم دغه دې تصمیم ته هو ویلي.

د روسیې د دفاع وزیر وویل، چې دغه کسان د پیسو لپاره نه بلکه پخپلې خوښې "غواړي د دونباس له اوسیدونکو سره مرسته وکړي، مونږ باید د هغوی اړتیاوی پوره کړو او د جګړې سیمې ته په رسولو کې ورسره مرسته وکړو".

د روسیې د دفاع وزیر همداشان وویل هغه ستنګر او جاولین غربي میزایل چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو لاسته ورغلي باید د دونباس ځواکونو ته ورکړل شي.

هغه زیاته کړه نورې وسلې لکه د لیږد وړ هوایي دفاع سیستمونه (MANPADS) او د ټانک ضد راکټونه هم باید دغو ځواکونو ته ورکړل شي.

په اوکراین کې مرګ ژوبله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وایي چې تر اوسه په اوکراین کې د ۴۱ ماشومانو په ګډون ۵۶۴ ملکي وګړو وژنه تائید شوې ده.

د بشري حقونو دغه سازمان ویلي چې ښایي واقعي شمیرې له دې څخه لوړې وي، ځکه هغو ساحو ته چې شخړې په کې روانې دي لاسرسی ممکن ندی.

د ملګرو ملتونو د دفتر د رپوټ له مخې اکثر دغه کسان په چاودنو، د توپ خانې په ډزو، د راکټونو په لګیدلو او هوایي بمبارد کې وژل شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو ویلي چې تر اوسه ۲.۵ میلیونه اوکراینیانو نورو هیوادونو ته پناه وړې ده.

XS
SM
MD
LG