د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې هغه سړی مړ شو چې ۳۹ ښځې او ۹۴ اولادونه یې لرل


زیانا چانګ د یوې مسیحې فرقې مشر و چې نارینوو ته د ډېرو ښځو سره د و اده کولو اجازه ورکوي
زیانا چانګ د یوې مسیحې فرقې مشر و چې نارینوو ته د ډېرو ښځو سره د و اده کولو اجازه ورکوي

په هند کې چارواکي وایي هغه سړی مړ شو چې ۳۹ ښځې یې او ۹۴ اولادونه یې لرل.

د هند په شمال ختیځ کې د میزورام ایالت وزیر «زورامتنګا» وايي چې «زیانا چانا» مړ شوی دی.

زیانا چانا په خپلې سیمې کې د عیسویست د «بلکمور» طریقې مشر و چې نارینوو ته د ډېرو ښځو سره د واده کولو اجازه ورکوي.

هغه تېره ورځ د جون ۱۳ (غبرګولي ۲۳) په ۷۶ کلنۍ کې مړ شو.

نوموړي د خپل ایالت په یوې لېرې پرتې سیمې کې په یوې لویې څلور پوړېزې ودانۍ کې، چې ۱۰۰ خونې یې لرلې،‌ ژوند کاوه.

کلیوالو ویلي دي‌ چې د دغه سړي تر څنګ به هره وخت د هغه اووه اته ښځې لیدل کېدې.

په خپله «زیانا» په ۲۰۱۱‍ کې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو: «زه غواړم چې خپله کورنۍ نوره هم غټه کړم او ډېر ودونه وکړم.‌ زه د ډېرو خلکو سرپرستي په غاړه لرم. زه ځان نیمکرغه ګڼم.»

سیمه ییزې رسنۍ وايي‌ چې دا کورنۍ ۱۶۷ غړي لري او په نړۍ کې تر ټولو لویه کورنۍ بلل کیږي. د دغه سړي ۳۳ لمسیان هم شته.

دا مهال په کاناډا کې د «وینسټن بلکمور» ډلې مشر چې نارینوو ته د ډېرو ښځو سره د واده کولو اجازه ورکوي، ۲۷ ښځې او ۱۵۰ ماشومان لري.

XS
SM
MD
LG