طالبان د اوربند په بدل کې لنډ مهاله حکومت غواړي؟

رویټرز آژانس د طالب سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په ابوظبي ښار کې د دوي د او د امریکا، عربستان، پاکستان او عربي متحدو اماراتو د استازو تر منځ د خبرو په لړ کې د ممکنه شپږ میاشتني اوربند په اړه او د یوه لنډ مهاله حکومت د رامنځته کیدلو په اړه بحث وشو.

دغه سرچینې ویلي چې امریکايي مقاماتو په دغه ناسته کې د یوه شپږ میاشتني اوربند غوښتنه کړې او تر هغه وروسته یې د یوه موقت حکومت رامنځته کولو وړاندیز کړی چې طالبان به یې هم یوه برخه وي.

رویټرز د همدغه طالب سرچینې له خولې لیکلي چې "که دغه درې هېوادونه سعودي‌ عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان یې ضمانت وکړي چې راتلونکی موقت حکومت د طالبانو لخوا ټاکل شوي شخص ته سپارل کېږي نو موږ به پر شپږ میاشتني اوربند باندې فکر وکړو."

خو طالبانو د سه شنبې په ماښام دغه راپور ناسم وباله. د طالبانو یوه ویاند پر ټویټر لیکلي چې د ابوظبي په غونډه کې د لنډمهاله حکومت او د اوربند په اړه بحث ندی شوی.

تر دا مهاله افغان حکومت او خپله امریکايي چارواکو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

پدغه غونډه کې د ترسره شوو خبرو په اړه تر اوسه کره معلومات ندي ورکړل شوي، خو طالب ویاند ویلي چې "تفصیلي جزئیات" به یې ډیر ژر خپاره کړي.