د هالنډ صدراعظم مارک روټ د انسانانو په غلام کولو کې د خپل هېواد د ۲۵۰ کلنې ښکیلتیا له کبله بخښنه وغوښته او هغه یې «د بشریت په ضد جنایت» وباله.
ښاغلي روټ نن دوشبنه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) په هاګ کې وویل: «نن د هالنډ د حکومت په استازیتوب زه د هالنډ د پخواني دولت د اعمالو له کبله بخښنه غواړم.»
نوموړي زیاته کړه: «موږ چې اوس دلته ژوند کوو، کولای شو چې مریتوب په څرګندو ټکو سره د بشریت په ضد د جنایت په توګه وغندو.»
نوموړی داسې مهال د مریتوب له کبله بخښنه غواړي چې ۱۵۰ کاله مخکې د اروپايي هېوادونو په مستعمرو، سورینام ټاپو، د اندونیزیا په ختیځ کې او کارابین د کوراکاو او اریوبا په ټاپوګانو کې د انسانانو غلام کول ختم اعلان شوي دي.
هالنډ د خپل «طلايي پیر» د امپراتورۍ او فرهنګ بنسټ په شپاړلسمې او اوولسمې پېړۍ کې کېښوده چې په ترڅ کې یې ۶۰۰زره انسانان یې له افریکا څخه جنوبي امریکا او کارابین ته د غلامانو په توګه انتقال کړي هم وو.
هالنډ، چې هغه مهال «متحد ولایتونه» بلل کېده، د خپلې امپراتورۍ په عوج کې سورینام ټاپو، د کارابین کوراکاو، جنوبي افریقا او اندونیزیا مستعمره کړي وو.
په سورینام او د هالنډ په نورو مستعمرو کې د ۱۸۶۳ کال د جولاۍ په لومړۍ نېټه مریتوب پای ته ورسېده خو دې پروسې تقریبآ لس کاله وخت ونیوه چې رسمي شي.