سوړ ژمی او پر واټونو ژوند؛ بلجیم کې افغان کډوال د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي

په بروکسل کې د کډوالو د یو کمپ مخې ته د سرپناه په تمه ولاړ کډوال

په لسګونو افغان او د نورو هېوادونو کډوال د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د کډوالو د یو کمپ مخې ته کرۍ ورځ په دې تمه ولاړ وي چې د اوسېدو ځای به ورکړي.

د سرپناه د نشتوالي له کبله ډېر دغه کډوال مجبور شوي چې د ژمي په روان ساړه موسم کې تر شنه اسمان لاندې، پر واټونو او عامه پارکونو کې واوسېږي.

شپږ میاشتې کیږي چې افغان کډوال عبدالخالق ماموندزی بلجیم ته تللی او د اوسېدو دپاره تراوسه ځای نلري.

ماموندزی وايي، ځینې شپې یې د خپلوانو او ملګرو سره تېرې کړې خو ډیرې شپې یې له نورو کډوالو سره د کډوالو د کمپ مخې ته په دې تمه تیري کړي چې د کمپ مسئولین به زړه پرې وسوځوي او د اوسېدو ځای به ورکړي.

دا مطلب هم ولولئ د بالکان په خطرناکې لارې اروپا ته د یو تللي افغان داستان

د بلجیم حکومت د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې د پرېکړې له مخې، مجرد کډوالو ته سملاسي په حکومتي ځایونو کې سرپناه نه ورکوي. دغو کډوالو ته یوه فورمه ورکول کېږي چې د سرپناه لپاره انتظار وباسي.

خو دا انتظار، د کډوالو په خبره، میاشتې او کلونه وخت نیسي. خیبر بل افغان کډوال دی، چې وايي څو میاشتې کیږي بلجیم ته راغلی، د کډوالۍ پاڼې یې تازه قبولې شوي، خو د اوسېدو ځای نه لري.

هغه امریکا غږ ته وویل: "دلته یوه مسله دا وه چې بغیر له کورنیو، د مجردانو لپاره کمپ نشته. کله د یو ملګري کره، کله د بل ملګري کره، او یا په سړک او پارک کې مو وخت تیر کړی دی."

دا مطلب هم ولولئ افغان پناه غوښتونکي له فرانسې څخه بریتانیا ته تګ 'مرګ سره لوبه' بولي

د بلجیم د کډوالو په اړوندو ادارو کې افغان کارکوونکي او رضاکاران د کډوالو لپاره د سرپناه نه شتون جدي ستونزه ګڼي خو د دوی په خبره چې دلته میشتو افغانو کورنیو د یو شمېر کډوالو لاسنیوی کړی او د ژمي تر پای ته رسېدو پورې یې په خپلو کورونو کې سرپناه ورکړې ده.

د کډوالو په اداره کې افغان رضاکار نجیب الله امین وايي د افغانو او نورو رضاکارانو له پرله پسې هڅو سره هیله شته چې د بلجیم هېواد د کډوالو لپاره د سرپناه او نورې ستونزې حل کړي.

امین امریکا غږ ته وویل: "تازه د بلجیم محکمې د کډوالو وزارت ۲.۹ میلیونه یورو جریمه کړی او دا پیسې به هغو ادارو ته ورکوي چې د کډوالو په برخه کې مرسته کوي."

د ۲۰۲۱ په اګست کې، په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې ګڼ شمېر افغانان کډوال شوي چې یو شمېر دغو کډوالو په بلجیم کې د پناه غوښتنه کړې ده، خو دلته نه یوازې د سرپناه له نه شتون سره مخ دي بلکې د پناه غوښتنه یې هم په سختۍ منل کیږي.