د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د کډوالو په اړه د سختو اقداماتو پرېکړه وکړه


د جرمني صدراعظم اولاف شولتز
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او ددغه هېواد د ۱۶ ایالتونو والیانو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوايي ۲۰) په یوه غونډه کې له سختو خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې د کډوالو د زیاتېدونکي شمېر په اړه به نوي سخت مقرارت وضع کوي.

د ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نږدې ۱۰۲ زرو کسانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده، چې دا د تیر کال همدې مودې په پرتله ۷۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

تېر کال نږدې ۲۱۸ زره کډوال جرمني ته تللي چې زیاتره یې د افغانستان او سوریې وګړي او په دوهمه درجه کې د ترکیې او عراق کډوال دي. دا له ۲۰۱۵ راهیسې په یو کال کې جرمني ته د تللیو کډوالو تر ټولو زیات شمېر دی.په دې برسېره، نږدې یو میلیون اوکرایني کډوال هم جرمني ته تللي دي.

د چهارشنبې په غونډه کې پرېکړه شوه چې جرمني به د پناه غوښتنې د درخواستونو د کتنې د بهیر د ګړندي کولو دپاره به د معلوماتي ټکنالوژۍ نوي سیستمونه په کار اچوي. اوس مهال د پناه غوښتنې د درخواست کتنه په اوسط ډول ۲۶ میاشتې وخت نیسي. د نوي سیستم سره تمه کیږي چې له جرمني څخه هغه کسان هم ژر وشړل شي چې پناه غوښتنه یې نده قبوله شوې.

د کډوالو د احتمالي شړلو وړاندې د هغوی د توقیف موده له لسو څخه ۲۸ ورځو ته غځول شوې تر څو په دې بهیر کې سهولت رامنځته شي. شولتز یو خبري کنفرانس ته ویلي چې غواړي جرمني ته د تازه راغلیو کډوالو له اصلي هېوادونو سره "د کډوالو په اړه همکاري" پراخه کړي.

هغه وویل چې ددې همکارۍ له مخې به جرمني د ناقانونه کډوالو د ستنولو په بدل کې د همکارو هېوادونو "وړ کسانو" ته اجازه ورکړي چې جرمني ته راشي.

فدرالي حکومت او محلي ادارو د اوس دپاره په سرحدونو کې د اضافي چک پواینټونو د نه جوړولو پرېکړه وکړه خو په راتلونکي کې یې ددې کار د کولو امکان رد نکړ.

جرمني اوس مهال یوازې د اتریش سره د سرحد څخه تیریدونکي پلټي. شولتز په دې اړه وویل چې وضعیت ته په پام سره کیدای شي جرمني دغه چاره خپلو نورو سرحدونو ته هم وغځوي.

جرمني د بلجیم، چک جمهوریت، ډنمارک، فرانسې، لوګزامبورګ، هالنډ، پولنډ او سویس سره هم ګډه پوله لري.

د اروپایي اتحادیې د شینجین هېواونو تر منځ تګ راتګ آزاد دی او یوازې په استثنایي شرایطو کې په سرحد کې پلټنو ته اجازه ورکول کیږي.

د جرمني مرکزي حکومت همدارنګه ایالتونو ته د ۱.۱ میلیارد ډالرو ورکولو پرېکړه کړې ترڅو د کډوالو مسئلې ته دایمي حل لاره ومومي.

د جرمني محلي چارواکو د نویو کډوالو دپاره د سرپناه جوړولو او نورو اړینو لګښتونو دپاره د اضافي بودیجې او مرستې غوښتنه کړې ده.

شولتز وویل چې "د ناقانونه کډوالو کنترول او مخنیوی" د جرمني په لومړیتوبونو کې شامل دی.

په جرمني کې د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره په دغه هېواد کې په ځانګړي ډول په ختیځو ایالتونو کې د "جرمني دپاره د الترناتیف" په نوم د سخت دریځه ګوند ملاتړ زیات شوی دی.

په تازه نظرپوښتنو کې د کډوالو د مخالف دغه ګوند ملاتړ چې د ۲۰۲۱ په عمومي ټاکنو کې ۱۰.۳ سلنه وو، اوس ۱۵ سلنې ته لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG