افغانستان کې د رسنیو ځپل؛ تېرکال د خبریالانو سره د زور زیاتي ۲۰۷ پېښې ثبتې شوې- راپور

د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې د طالبانو حکومت پر رسنیو کنټرول زیات کړی دی.

دغه راپور، چې نن چهار شنبې کب ۲۷ (مارچ ۱۸) "د خبریال د ملي ورځې" په مناسبت خپور شوی، په کې په ۱۴۰۴ کال کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت څېړل شوی او ویل شوي د " رسنیو ځپل او سانسور کول" په بې سارې ډول زیات شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۴ کال کې د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې ثبت کړي، چې په کې د دوه کسانو وژل کېدل، د یو کس ټپي کېدل او د ۲۱ خبریالانو د نیولو په ګډون ۱۸۳ د ګواښ پېښې شاملې دي.

راپور وایي چې په روان هجري لمریز کال کې د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې پېښې د تیر هجري لمریز کال په پرتله څه باندې ۲۰ سلنه زیاتې شوي دي. تیر کال د ۵۰ خبریالانو د نیولو او ۱۲۲ د ګواښ پېښو په ګډون ۱۷۲ پېښې ثبت شوې وې.

د خبریالانو د ملاتړ د مرکز په راپور کې ویل شوي، د بندي شویو خبریالانو د جبري اعترافونو خپرول، ښځینه خبریالانو ته د لوړ پوړو طالب مقاماتو په خبري غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکول او یا په ژوندۍ بڼه کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو د غږ سانسور، د وېرې او اختناق دودولو او سخت جنسي تبعیض له څرګندو بېلګو څخه دي، چې تر دې دمه یې په هېواد کې ساری نه دی لیدل شوی.

د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د رسمي او غیر رسمي جوړښتونو په کارولو سره، دولتي او ځان پورې تړلې رسنۍ د تبلیغاتو او پروپاګند په وسایلو بدلې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، په ۱۴۰۴ کال کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز ۲۵ ولایتونو ته پراخ شوی دی.

په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۱ سیمه‌ییز ټلویزیونونه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله تړل شوي یا راډیو ته اووښتي دي.

طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې هم پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې پر ټلویزیوني خپرونو بشپړ بندیز لګولی و.

راپور وایي په ۱۴۰۴ کال کې اته رسنۍ او د خبریالي بنسټونه د طالبانو د حکومت د رسنیزې پالیسۍ د نه مراعتولو په تور د فعالیت درولو ته اړ شوي او د لږ تر لږه د لسو رسنیزو بنسټونو جوازونه لغو شوي دي.

په ۱۴۰۴ کال کې یاد محدودیتونه په داسې حال کې زیات شوي چې د اعلانونو خپرولو، ملاتړ لرونکو پروګرامونو او نړیوالو مرستو له لارې د رسنیو لږې مالي سرچینې هم له شدید کمښت سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ د ځپنې او سانسور پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې، پر راتلونکي یې د دې وضعیت د احتمالي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی او له واکمنې ادارې څخه یې غوښتي دي چې د اوسني وضعیت په درک سره د خبریالانو او رسنیو د بنسټیزو حقونو او ازادیو درناوی وکړي.

د رسنیو د ملاتړو ملي او نړیوالو بنسټونو د نیوکو سره سره، طالبانو د ځپلو پالیسو ته دوام ورکړی او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې رسنۍ د اسلامي قوانینو په رڼا کې پوره ازادي لري.