د هرات روغتون د هغه ډاکټر په نوم شو چې کرونا مړ کړی

ډاکټر عبدلواحد رازي په کروناویروس اخته کسانو درملنه کوله چې په خپله هم په دغه ویروس اخته او مړ شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي‌ چې د هرات ولایت ۱۰۰بستریز روغتون یې د «شهید الحاج دوکتور عبدالواحد رازي» په نوم ونوموه.

د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا کار د ښاغلي رازي‌ د صحي خدمتونو له کبله شوی دی.

ډاکټر عبدالواحد رازي د کرونا‌ په ویروس د اخته افغانانو په درملنې بوخت و چې بیا په خپله هم په کرونا ویروس اخته او مړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني دا خبره کړې ده چې د ځینو روغتونونو څانګې به د هغو افغان ډاکټرانو په نومونو کوي چې د کرونا ویرس سره په مبارزې کې مړه شوي دي.

د هرات ولایت له ایران سره سرحد لري چیرته چې د کرونا ویروس له کبله څه باندې ۹۲۰۰ کسان مړه شوي‌ او نژدې ۱۹۸زره نور په دغه ویروس اخته دي. په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړیو ورځو کې زرګونه افغانان یا په خپله خوښه او یا په زوره افغانستان ته راغلل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي‌ چې په افغانستان کې تر دې دمه نژدې ۲۸زرهکسان د کرونا په ویروس اخته دي‌ او ۵۴۸ نور د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه دغه ویروس په نړۍ کېڅه باندې ۴۵۴زره کسان مړه کړي او شاوخوا اته میلیون نور پرې اخته شوي دي.