د لاس رسي وړ اتصالات

ډېکسامیتازون؛ د کرونا ویروس ضد ارزانه درمل


د ډېکسامیتازون  درمل ارزانه او په هر درملتون کې پیدا کېدای شي
د ډېکسامیتازون  درمل ارزانه او په هر درملتون کې پیدا کېدای شي

په انګلنډ کې څېړونکي وايي چې نوې موندنې یې ښيي د ډېکسامیتازون (dexamethasone) په نامه درمل د کرونا په ویرس د اخته کسانو په ژغورلو کې ګټور تمام شوي دي.

د نوې څېړنې له مخې دا درمل د هغو کسانو په ژغورولو او درملنې کې ګټور تمام شوي چې په کروناویروس اخته وو او د مصنوعي اکسیجن په مرسته یې تنفس کاوه.

وايي د دا ډول ناروغانو یوه په درېمه برخه د همدغو درملو له برکته رغېدلي او ژوندي پاتې شوي دي.

دا درمل ارزان او د نړۍ په هر هېواد کې پیدا کېدای شي. د دغو درملو نتیجه د سه شنبې په ورځ جون۱۶ (غبرګولي۲۷) اعلان شوه او څېړونکي ‌وايي چې ژر به یې خپره کړه.

څېړونکو په کروناویروس اخته ۲۱۰۴ کسانو ته دا درمل ورکړي‌ او بیا یې دا کسان په د کرونا په ویروس د ۴۳۲۱ نورو هغو کسانو سره پرتله کړي چې دا درمل یې نه خوړلي نه وو او تر معمول درملنې لاندې وو.

څېړونکي وايي په ۲۸ ورځو کې معلومه شوه چې دا درمل د هغو کسانو د مړینې کچه ۳۸ سلنه کمه کړه چې د مصنوعي ماشینونو په مرسته یې تنفس کاوه. همدغه راز دغه درمل د هغو کسانو د مړینې کچه هم ۲۰سلنه کمه کړه چې اضافي اکسیجن ته یې اړتیا لرله.

د اکسفورډ پوهنتون د دغې څېړنې یو مشر پېټر هوربی په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "دا یوه ډېره هیله بخښوونکې نتیجه ده. د درملو نتیجه په هغو ناروغانو کې چې اکسیجن ته یې اړتیا لرله، ډېره ګټوره وه. اوس باید ډېکسامیتازون د دا ډول ناروغانو لپاره معیاري درمل وګرځول شي. ډېکسامیتازون ارزانه دي، په درملتونونو کې پیدا کیږي او په نړیواله کچه د رنځورانو د ژغورلو لپاره سسمدسې استعمالېدای شي."

ډاکټران وايي که د کروناویروس د خپرېدو په لومړیو ورځو کې برتانیا کې دا درمل رنځورانو ته ورکړل شوي وای، شاید زرګونه کسان له مرګه ژغورل شوي وای.

د انګلنډ څېړونکو داسې مهال دا خبر خپور کړی دی چې همدا اوس لسګونه هېوادونه او د روغتیا مرکزونه د کروناویروس ضد واکسینونو په جوړولو بوخت دي. امریکا، برتانیا، کاناډا او ځینو نورو هېوادونو دغه واکسینونونه ازمایلي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي شاید وخت ونیسي چې بازار ته د کروناویرس ضد واکسین راووځي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ښار کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې اته میلیون خلک په دغه ویروس اخته دي ‌او شاوخوا ۴۳۰زره نور انسانان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG