ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي

د ملګرو ملتونو ادارې اندیښنه ښودلې چي د افغانستان او پاکستان ترمنیځ د جګړې له امله زرګونه کسان بیځایه شوي او د دواړو هیوادونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د ملکي مرګ ژوبلو د زیاتیدو خبر ورکړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالی د ادارې کمیشنر وایي : د پولې په اوږدو کې د روانو شخړو له امله حالات په افغانستان او پاکستان کې کړکیچن شوی، او دواړو هیوادونو کې د بیځایه شویو خلکو د زیاتیدو خبر هم ورکړل شوی، نږدې ۱۱۵ زره کسان په افغانستان کې او ۳۰۰۰ کستان په پاکستان کې بیځایه شوي دي.

دغه اداره همداشان ټینګار کوي چې هغو ملکیانو ته چې د ځان ژغورنې لپاره، د امن ځای موندلو او یا هم له پولې څخه د تیریدو په لټه کې دي، باید ورته زمینه برابره شي.

بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا (یونما) راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ فبروری د ۲۶مې تر مارچ ۵ مې پورې د جکړې له امله ۵۶ ملکیان وژل شوي او ۱۲۹ ټپیان شوي دي.

یاده اداره تاییدوي چې ددې قربانیانو ۵۵ سلنه ښځي او ماشومان دي او له دواړو غاړو يې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو سره سم دې د ملکیانو خوندیتوب په نظر کې ونیسي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د پاکستان له پوځ او د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې جګړه سمدستي ودروي.

هغه همدارنګه له ښکېلو لورو غوښتي چې د دې جګړې پر مهال د بشري حقونو د احتمالي سرغړونو په اړه فوري، هر اړخیزې او خپلواکې پلټنې ترسره کړي او پایلې یې خپرې کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو سرغړونو عاملین باید د نړیوالو معیارونو له مخې سزا ته ورسول شي

تر اوسه د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د جګړې له پیل څخه نهه ورځې تېرې شوي، خو لا هم د دې جګړې د پای کومه نښه نه ښکاري. دواړه لوري یو پر بل د هوايي بریدونو او درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.

عطاءالله تارړ، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، د جمعې په ورځ (د مارچ ۶مه) په ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په ټول افغانستان کې ۶۲ سیمې یې په نښه کړيدي. هغه وویل چې په دغو بریدونو کې ۵۲۷ کسان وژل شوي او له ۷۵۵ ډېر ټپیان شوي دي.

تارر همدارنګه ادعا کړې چې ۲۳۷ طالب جنګیالي د پاکستان په بریدونو کې وژل شوي او ۳۸ پوستې یې هم د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوې دي. د هغه په وینا، تر دې سربېره ۲۰۵ ټانکونه، زرې موټړې او توغندي ویشتونکي وسایل هم له منځه وړل شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ادعا کړې چې د جګړې له پیل راهیسې ۳۲۷ پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي، د جمعې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې د یو ویډیويي پیغام په خپرولو سره وویل چې د جګړې پر مهال طالبانو ۶۴ پوستې او اووه د پاکستاني ځواکونو اډې ویجاړې یا نیولې دي.

خوارزمي زیاته کړه چې د تېرې شپې راهیسې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ۲۸ بېلابېلو ځایونو کې د پاکستان پر پوستو بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، دا بریدونه د کنړ، ننګرهار، هلمند، کندهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په سرحدي سیمو کې ترسره شوي دي.

له دې امله چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې د جګړې په لومړۍ کرښه کې روانې دي، خبریالانو ته دا ستونزمنه ده چې د دواړو خواوو ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي، ښيي چې د افغانستان په څو ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل ښار کې خلک د اعتراضونو لپاره راټول شوي او د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي. په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلکو د طالبانو بیرغونه په لاسونو کې نیولي دي.