د افغانستان د خبریالانو مرکز: پر رسنیو د فشارونو دوام افغانستان تیارې ته بیایي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د (رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې) په درشل کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو لړۍ په تشدید او د خبریالانو په پراخې نيونې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغه مرکز نن (شنبه مې دویمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې لړۍ د بدو پایلو په تړاو خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دې وضعیت هیواد د تیارو په لور سوق کړی دی.

د یکشنبې ورځ (مې درېیمه) د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې څخه تر دې دمه، په هېواد کې د رسنیو د ځپنې، سانسور او اختناق لړۍ په ډېر اندیښمنوونکي ډول پراخه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونی لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړي دي چې د ډېریو تر شاه یې د واکمنې ادارې لاس دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په اعلامیه کې راغلي:"په یاده موده کې لږ تر لږه د ۲۰ خبریالانو د نیولو او ۱۲۷ نورو ته د ګواښ پېښې راپور شوي دي."

په اعلامیه کې راغلي، پر ښځينه خبریالانو د محدودیتونو زیاتوالی، په څو ولایتونو کې د ښځو د غږ پر خپرولو بندیز رسمي پلي کېدل او له ښځو او نارینه وو سره پر مرکو د بنديز لړۍ پراخېدو او د واکمنې ادارې د لوړپوړو چارواکو په خبري ناستو کې د ښځو د غږ ښکاره سانسورنورې بیلګې دي.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنېټ هم ویلي چې په افغانستان کې د ازاد او خپلواک ژورنالیزم ځای تقریبا ورک شوی، خبریالان د سانسور، ګواښ او نیولو له زیاتیدونکي ګواښ سره مخ شوي دي.

بنېټ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت رسنیو ته په یو لیږل شوي پیغام کې ویلي:«ډیری یې یوازې د خپلې دندې ترسره کولو او پر حقایقو د راپور ورکولو له امله نیول شوي دي. یو ځل بیا، زه په واکمنو چارواکو غږ کوم چې سمدستي او بې قید او شرطه ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د رسنیو کارمندان پرته له ویرې فعالیت کولی شي. په ټول هیواد کې، خپلواک غږونه غلي شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو ادارې د پنجشنبې په ورځ [اپرېل ۳۰مه] په خپل تازه راپور کې ویلي ، چې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د بیان ازادي او د رسنیو وضعیت ارزولی اوافغانستان په کې د ۲۰۲۵ کال په څېر سږکال هم ۱۷۵ مقام ګټلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې څخه غوښتي دي چې د خپل پر وروسته پاتې کوونکي سیاست له سره غور وکړي او د ټولو بندي خبریالانو په خوشې کولو اجازه ورکړي، څو خبریالان له بیان ازادي څخه د یو اساسي حق په توګه ګټه واخلي او له ګواښ، ځورونې او نیول کېدو څخه له وېرې پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان له خبریالانو او رسنیو سره په همغږۍ، په هیواد کې دننه او بهر له خپلواکو رسنیو څخه سیاسي، مالي او فني ملاتړ او له ګواښ سره مخ خبریالانو ملاتړ کچه زیاته کړي.

د رسنیو د ملاتړ د ګڼو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د اندیښنو سره سره، د طالبانو حکومت ویلي دي چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو حقونه د هغوی د افغانستان د ګټو او اسلامي قوانینو سره سم تامین دي.