۱۷ افغان کډوال د ایران پولې ته څېرمه د تندې له امله مړه شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش وايي، لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال، چې ښځې، نارینه او ماشومان پکې شامل دي، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان کې د روټک پولې ته څېرمه د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

د حال‌وش په وینا، دا پېښه د سپټمبر پر ۱۰مه د مک‌سوخته په سیمه کې شوې او د قربانیانو مړي وروسته د خاش ښار یوې سردخانې ته انتقال شوي دي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، د مړو له جملې څخه پنځه تنه د افغانستان د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي وو. په دې کورنۍ کې یوه ۴۵ کلنه مور او د هغې څلور لوڼې شاملې وې چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۲۲ کلونو پورې وو.

حال‌وش وايي، لږ تر لږه شپږ نور ماشومان چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم وو، هم په مړو کې شامل دي.

د قربانیانو خپلوانو او عیني شاهدانو ویلي، د سفر پر مهال د کډوالو اوبه خلاصې شوي او ځینې یې په داسې حال کې مړه شوي چې یو بل ته نږدې وو. د یوه قرباني خپلوان دغه سازمان ته ویلي چې په لاره کې نارینه له ښځو او ماشومانو جلا شوي وو او ښځې او ماشومان له کافي اوبو پرته سفر ته دوام ورکړی و.

ځايي سرچینې وايي، د سراوان په سردخانه کې د ځای د نشتوالي له امله د قربانیانو جسدونه خاش ته انتقال شوي دي. د پېښې له څلورو ورځو وروسته هم د ځینو قربانیانو کورنیو د خپلو خپلوانو د جسدونو د انتقال او خاورو ته سپارلو چارې تنظیمولې.

دا مطلب هم ولولئ

ایران وايي تېرو پنځو میاشتو کې دوه میلیونه افغانان له دغه هېواده ایستل شوي

«حال‌وش» ټینګار کړی چې د مړو کره شمېر او د پېښې ټول جزیات یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي او د نورو قربانیانو د هویت او د مړینې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

تر اوسه ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

افغان کډوال له کلونو راهیسې د ایران پر لور د قاچاقي او له خطره ډکو لارو سفر کوي، چې په دغو لارو کې د تندې، ستړیا او ترافیکي پېښو له امله د افغانانو د مړینې راپورونه وخت ناوخت خپرېږي.

د روان کال په جولای کې هم د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د لږ تر لږه ۱۴ افغانانو مړي موندل شوي وو چې ویل شوي وو ایران ته د قاچاقي لارې پر مهال په دښته کې ورک شوي وو.

بلخوا، د ایران د بشري حقونو سازمان «هه‌نگاو» وايي، د خلیل افغان په نوم یو ۲۵ کلن افغان زنداني د زاهدان په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د خلیل افغان د اعدام حکم د سپټمبر پر ۱۳مه، د یکشنبې په سهار، عملي شوی دی.

«هه‌نگاو» وايي، خلیل افغان له یوه ۳۴ کلن بلوچ زنداني اصغر پیش‌آهنګ سره په یوه ګډه قضیه کې د نشه‌يي توکو اړوندو تورونو له امله محاکمه او په اعدام محکوم شوی و.

د سرچینو په وینا، خلیل افغان د اصغر پیش اهنګ سره یوځای د ایران د کنارک په ولسوالۍ کې نیول شوی او لومړی د چابهار زندان ته انتقال شوی و. نوموړی وروسته د اعدام د حکم د عملي کېدو لپاره د زاهدان مرکزي زندان ته لېږدول شوی و.

«هه‌نگاو» وايي، تر دې دمه د خلیل افغان د اعدام خبر د ایران رسمي رسنیو او د دغه هېواد د قضايي ادارو اړوندو سرچینو نه دی تایید کړی.