کابل کې ماین چاودنې یو ډاکتر وژلی۱۰ نور ټپیان شوي

عکس (ارشیف)

د کابل په کلکان ولسوالۍ د پنجشېر ولایت د روغتیا ریاست ډاکترانو د عملې پر موټر چاودنه کې یو ډاکتر وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د چارواکو له قوله دغه چاودنه نن چهارشنبه مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) سهار څه باندې شپږ بجې د کلکان ولسوالۍ د پل ساحه کې د پنجشېر ولایت د روغتیايي ټېم پر کاسټر موټر شوې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په دغه چاودنه کې د ډاکتر عبدالمقتدر په نوم د پنجشیر ولایت د چنګره ولسوالۍ د کلینیک ډاکتر وژل شوی او شاوخوا ۱۰ تنه نور سطحي ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي: "نن سهار د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا ریاست د کار کوونکو د عملې موټر، د کلکان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین موخه ګرځېدلی دی، چې په پایله کې ډاکتر عبدالمقتدر د پنجشیر ولایت د چنګره والسوالۍ د کلینیک ډاکتر شهید او شاوخوا لس تنه نور سطحي ټپیان شوي دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ یاده چاودنه غندلې او د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د یو بې طرفه ادارې په توګه پر روغتیايي کار کوونکو له بریدونو څخه ډډه وکړي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن پر ډاکترانو نننۍ چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د غم شریکي ښودلې ده.

هغه د ډاکترانو په ګډون زده کوونکو او نورو ملکي وګړو د بریدونو بندېدو غوښتنه کړې ده.

وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او بلې کومې ډلې هم تر دا مهاله مسؤلیت نه دی اخیستی.