ډهلي کې ککړه هوا؛ د برېښنا د تولید فابریکي او ښوونځي وتړل شول 

د ډهلي چاپېریال

د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې د ککړې هوا او ککړ چاپیریال له کبله حکومت د حرارتي برېښنا او نورې هغه کارخانې بندې کړې چې د ډبرو سکاره یې سوځول.

همدغه راز ښوونځي او پوهنځي یې هم تر نامعلومې مودې پورې وتړل.

دا اعلان نن چهارشنبه نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) شوی دی. حکومت خپلو کارکوونکو ته ویلي چې له کورونو څخه دې کار وکړي چې ګڼه ګوڼه کمه او چاپېریال صفا شي.

پر دې سربېره په نوي ډهلي کې ټولې رغنیزې چارې هم ځنډول شوي او ښار ته هم د لویو لاریو داخلېدل بند کړل شوي دي.‌

د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي چې دا تدابیر یوازې د ښار په ځینو برخو کې د هوا د ککړتیا مخه نیولای شي.

په دې وروستیو ورځو کې په نوي ډهلي کې هوا بیخي زهرجنه شوې او ککړه شوې چې د زړه او تنفس په رنځ د اخته رنځورانو او نورو عادي انسانانو لپاره خورا خطرناکه بلل کیږي.

د هند د چاپېریال ساتنې کمېټې ویلي دي چې هڅه کوي چاپېریال تر دې لا پسې ککړ او زهرجن نشي. د ډهلي ښار چاپېریال او فضا په نړۍ کې تر ټولو ککړه بلل کیږي.

هرکال په ژمي کې دا ستونزه نوره هم زیاتیږي ځکه چې هندي‌ کروندګر د خپلو فصلونو پاتې شونې سوځوي چې بل فصل ته چمتوالی ونیسي او همدا کار چاپېریال نور هم ککړ کوي.

د هند لږ تر لږه ۷۰ سلنه حرارتي برېښنا په داسې کارخانو کې تولیدیږي چې د ډبرو سکاره سوځوي.

دا څو ورځې مخکې په سکاتلنډ کې د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې د ډبرو د سکرو د کمې کارونې تر څنګ د فسیلي موادو په کم استعمال هم کلک ټېنګار وشو.

هند او چین په نړۍ کې د فسیلي موادو تر ټولو ډېر کاروونکي هېوادونه ګڼل کیږي چې له کبله یې چاپېریال ککړ او خلکو ته ستونزې جوړیږي.