د لاس رسي وړ اتصالات

د اقليم بدلون په اړه غونډه له متوقع پایلې پرته پای ته ورسېده


د اقلیم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه
د اقلیم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه

ملګرو ملتونو د سکاټلنډ د ګلاسکو په ښار کې د اقلیم د بدلون په هکله د جوړې شوې غونډې نتیجه یو " هوکړه" او مهم ګام بللی دی.

د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هیوادونو، د شنبې په ورځ نومبر ۱۳ ( لړم ۲۲) د اقلیم د بدلون په هکله په یوې جنجالي جوړې باندې هوکړه وکړه چې هدف یې د نړۍ د تودوخې د مخنیوي د مهم هدف ژوندي ساتل دي؛ خو په وروستیو کې شیبو کې داسې یو بدلون په کې ځای کړل شو چې د ډبرو د سکرو په هکله یې مهمې خبرې، کمرنګه کړلې.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتیریش د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په ټویټر کې په خپاره شوي پیغام کې لیکلي دي، اوس یې وخت رارسېدلی چې نړۍ د بیړني حالت مرحلې ته ورننوزي او د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره یې د چټکو ګامونو د اوچتولو غوښتنه کړېده.

له کوچنیو ټاپوګانو د جوړو هیوادونو په ګډون یو شمیر هېوادونو ویلي د هغه بدلون په اړه چې د هند له خوا وړاندې شو او د ډبرو د سکرو د نه کارولو او یا لږې کارونې هوکړه شوه، ډیر ناهیلي شویدي.

د اقلیم د بدلون د غونډې مسئول الوک شرما وویل د دغې غونډې په نتیجې خواشینی دی او د نړۍ د هیوادونو ناهیلي ورته د درک وړ ده.

د ډبرو سکاره د مضرو ګازونو د تولید لویه سرچینه ګڼل کیږي.

په دې غونډه کې د بولیویا د هیواد استازي، پرمختللي هیوادونه تورن کړل چې د ودې په حال کې هیوادونه د هغو ستونزو په رامنځته کولو تورنوي چې عاملین یې خپله پرمختللي هیوادونه دي.

XS
SM
MD
LG